تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جدې غونډه؛ د افغانستان جګړې پر محوریت څرخي
د سعودي عربستان جده ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان ناسته د افغانستان د جګرې په محوریت پیل شوه.
په سوله او ثبات کې د علماوو رول تر عنوان لاندې په دې غونډه کې د نړۍ له ۳۷ هېوادونو شاوخوا ۱۰۰ علماوو ګډون کړی چې ۳۵ یې افغان او پاتې د نور اسلامي هېوادونو عالمان دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک، چې یادې غونډې ته ورغلی وایي، دې غونډې ته هغه دیني عالمان بلل شوي چې په خپلو سیمو او نړیواله کچه مشهور دي او اغېز لري.
په دوی کې د مصر، موریتانیا، سودان او د یو شمېر نورو هېوادونو مفتیان شامل دی.
ښاغلی خپلواک وایي، د پاکستان ۱۵ علماء دې غونډې ته بلل شوي وو، خو یوازې د پاکستان نظارتي قونسل مشر قبله ایاز غونډې ته ورغلی.
همداراز د ایران کوم عالم هم په یاده غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د سولې شورا د دارالانشاء مشر وایي، ددې غونډې ارزښت دا دی چې په لومړي ځل د اسلامي همکاریو سازمان د خپل یوه غړي په اړه داسې غونډه جوړوي.
هغه وایي په دومره قوت د حرمینو امامان دې موضوع ته داخلېدل ددې غونډې اهمیت په ډاکه کوي.
ښاغلی خپلواک وایي دوی به په دې غونډه کې له علماوو او اسلامي هېوادونو په کلکه وغواړي چې د افغانستان د جګړې مسئلې کې ښکېل شي، طالبانو ته یو بې پرې پلاوی وټاکي او دوی وپوښتي چې د دوی د جګړې بنیاد په څه ولاړ دی.
دی وایي له دوی به دا غوښتنه هم وکړي چې د تاوتریخوالي، بریدونو او ځانمرګو پروړاندې خپل دریځ اعلان کړي.
بین الافغاني جګړه
خو طالبانو تېرشپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو په افغانستان کې جګړه بین الافغاني او د مسلمانانو ترمنځ نه ده بللې او ویلي یې دي، هرڅوک چې د امریکا او د هغې ملګرو خوشالولو لپاره ددوی په ټکو دیني حکم باطل اعلانوي، دا کار په افغانستان کې د امریکا له "اشغال" سره مرسته ده.
عبیدالله حسام، جده
ښکاري افغان حکومت په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان او سعودي په مرسته ددې غونډې په جوړولو د طالبانو پروړاندې جدي فکري یا ایډیالوژیکه جګړه لاپسې توده کړې.
لکه څنګه چې دې غونډې ته افغان پلاوی وایي، کابل دا هڅه کوي چې د جدې په غونډه د ایډیالوژیک مخالفتونو په راپورته کولو د طالبانو د جګړې مشروعیت وننګوي.
د افغانستان جګړې په اړه ورستیو فعالیتونو ته په کتو، که په ننۍ غونډه کې له افغان حکومت سره د طالبانو جګړه ناروا اعلان شي، ښایي دې ډلې ته ننګونې جوړې کړي، په ځانګړي د هغو جنګیالیو فعالیتونه به کم شي چې د جګړې اساس یې دیني او ایډیالوژیک دی.
حال دا چې د جدې ننی کنفرانس په اندونوزیا کې د اسلامي علماوو له ناستې لنډه موده ورورسته جوړیږي، چېرې چې ځانمرګي بریدونه د اسلامي اصولو خلاف بلل شوي وو.