تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونما: "افغانان هره برخه کې بډو ورکولو ته اړ کېږي"
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې هڅې ستایلې، خو دې برخه کې يې پر ملي شورا نیوکې کړې دي.
دوی په خپل یوه نوي راپور کې چې نن خپور شو موندلي چې افغانان اړ دي د ژوند په هره برخه کې بډې ورکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یونما په خپل اویا مخیز راپور کې افغانستان کې له فساد سره د مبارزې روانو هڅو، پرمختګونو، ننګونو او په دې برخه کې د ښکیلو ادارو کړنې ارزولې دي.
راپور کې راغلي، په عدلي او قضایي ادارو کې له دوامداره کمزورۍ سره - سره ننني رامنځ ته شوي اصلاحات او په ملي کچه د فساد مخنیوي ته هڅې د ستایلو دي.
په دغه ریپوټ کې ویل شوي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړي عدلي او قضایي مرکز چارو ښه پایله ورکړې او د سرغړونکو د محاکمو لومړی کال یې بریالی و.
دې مرکز له پیله ۳۴ دوسیې چې ۱۴۲ تورن کسان په کې وو څېړلي دي. د یونما یوه نیوکه دا ده چې دغه مرکز د لس سلنه کسانو چې تر ډېره لوړپوړي کسان دي، غیابي محاکمې کوي.
افغانستان کې د ملګرملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وویل، دوی له فساد سره د مبارزې د هڅو کلک ملاتړ کوي:
"هغه کارونه چې ترسره شوي د ستاینې وړ دي په ځانګړي ډول د هغو قاضیانو، څارنوالانو او د قانون پلي کوونکو چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پالسي عملي کولو له کبله تر ګواښ لاندې دي. یونما د افغانستان هغو ادارو تر څنګ درېږي چې دغه ګواښونه او ازمېښتونو سره مخ دي."
دغه ریپوټ کې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ میاشتې نه نیولې د ۲۰۱۸ کال تر اپریل میاشتې موده ارزول شوې او په کې راغلي چې نا امنۍ او اداري فساد د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې لوی ګواښ دی.
دغه ریپوټ موندنې ښيي چې افغانان اړ دي نژدې د ژوند ټولو اړخونو کې بډې ورکړي او په دولتي ادارو کې له روابطونه ګټه پورته کول یې ځوروي او دغې موضوع خلک پر حکومت بې باوره کړي دي.
په دغه ریپوټ کې راغلي چې د فساد پر وړاندې نوې استراتيژي، د ملګرو ملتونو د کنوانیسیون پر بنسټ د سزا د نوي کوډ توشیح کول، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې قانون، ملي تدارکاتو ادارې فعالیت، د چارواکو د شتمنیو ثبتول او معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب ښيي چې حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي دی.
یوناما سپارښتنه کړې چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کوونکي باید خپلې ستراتیژۍ اوږدمهاله کړي او د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.