کابل کې د پېژندپاڼو پر مرکز ځانمرګی برید: عکسونه

د خپرېدو وخت

د کابل ښار شپږمه حوزه کې د یکشنبې سهار (۲۲ اپرېل) د تذکرو وېش مرکز کې ځانمرګی برید شوی. افغان چارواکي وايي په دې بريد کې ۵۷ کسان وژل شوي او ۱۱۹ ټپيان دي. داعش ډلې د دې بريد مسووليت منلی دی.

کابل بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید ځانمرګی و او د پېژندپاڼو اخیستونکو کتار کې شوی دی.
کابل بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروخ د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې په دې پېښه کې ۵۷ کسان وژل شوي ۱۱۹ ټپيان دي.
کابل بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د روغتيا وزارت چارواکي وايي، په دې پېښه کې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي چې ماشومان او ښځې هم په کې شامل دي.
کابل بريد

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سیمې خلکو د قربانیانو پېژندلو لپاره هغه پېژندپاڼې چې نوي اخیستل شوې یا د تایيد لپاره راوړل شوې وې هماغې نږدې سمیه کې په سړک ایښې چې د قربانیانو کورنۍ يې په اسانۍ وپېژني او خپلوان يې پرې خبر شي.
کابل بريد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داعش ډلې پر د دې بريد مسووليت منلی دی
کابل بريد
د عکس تشریح، د تذکرو وېش د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له پاره اړین دی او ددغه بهیر د پیل په یوه اوونۍ کې د افغانستان په یو شمېر برخو کې د نوملیکنې پر مرکزونو یو لړ بریدونه شوي دي