تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت: "د کابل وروستي بریدونه داعش نه، حقاني شبکې کړي"
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، وروستي هغه ځانمرګي بريدونه - چې مسؤولیت يې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر غاړه اخیستی و- ټول يې د حقاني شبکې له لوري شوي دي.
دغه وزارت وايي چې په افغانستان کې داعش ډله ځواکمنه نه ده.
یاد وزارت وايي، تازه معلومات يې ښيي، دا بريدونه د حقاني شبکې کار دی او تر شا يې د پاکستان استخباراتي کړۍ دي چې غواړي د امريکا فشارونه کم کړي.
دفاع وزارت همدا راز وايي، طالبان غواړي په دې توګه په افغانستان کې د داعش له شته والي ایران او روسیه ووېروي او د دې ډلې د ځپلو لپاره له دغو هېوادونو مرستې ترلاسه کړي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، د حقاني شبکې په څېر ډلې په دغو بریدونو سره د داعش بریدونه تر پوښتنو لاندې راولي او غواړي د ایران او رسویې په څېر هېوادونه ددغو ډلو همکارۍ ته وهڅوي.
د دفاع وزارت ویاند وايي، تر اوسه له طالبانو او حقاني شبکې سره د روسیې او ایران د اړیکو کومه نښه نه لیدل کېږي.
نوموړی وايي، ظاهراً ددغو بریدونو مسؤولیت د داعش پرغاړه اچول کېږي او یا یو کس وايي چې دا بریدونه داعش ډلې کړي.
د سیاسي چارو کاربوه وحید مژده - چې د طالبانو اړوند مسایل تعقيبوي- په دې باور دی چې داعش د حزب اسلامي په څېر د پخوانيو جهادي ډلو په څېر یوه هغه ده او وايې، افغان حکومت غواړي داعش ډله لویه ښکاره کړي.
د ښاغلي مژده په خبره، د داعش مساله ډېره پېچلې ده او افغان دولت يې په مطرح کولو سره غواړي ځينې نورې موخې تر لاسه کړي.
وړاندې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق بي بي سي ته ویلي وو، داعش په افغانستان کې هماغه له طالبانو سره تړلي کسان دي چې یوازې بیرغ یې له سپین نه پر تور اړولی دی.