کونړ کې واورې ښویېدنې لس کسان ووژل

د پیښې سیمه د ولسوالۍ له مرکز ډیره لرې ده او سړک نه دی ور تېر شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پیښې سیمه د ولسوالۍ له مرکز ډیره لرې ده او سړک نه دی ور تېر شوی.
    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د کونړ په چپه دره کې واورې ښویېدنې لس کسان وژلي او څو نورېې ټپیان کړي دي.

واوره په یوه بانډه راغلې او چې د مرستې لپاره خلک ورغلي، له هغو هم څو کسان واورې لاندې کړي.

په افغانستان کې هر کال په ژمي کې د ایمال او غر ښویېدنې له امله مرګ ژوبله اوړي.

اوسنې مرګ ژوبله بې موسمه واورې رامنځ ته کړې.

د کونړ دوالي ویاند غني مصمېم وايي تېره ورځ په بهادر کلي کې د یوې کورنۍ شپږ کسان واورې لاندې کړي او چې نن سهار یې مرستې ته نور خلک ورغلي بیا پرې واوره ښویدلې.

د چپې درې د لینډه لام یو اوسیدونکی معلم سکندروايي ډیر خلک د مړو دراویستو لپاره ورغلي، خو واورې له دې کسانو هم څو لاندې کړل.

"خلک چې لاړل لاندې شوي کسان را وباسي نو بیا واوره راغله دا خلکو کې یې هم درې څلور کسان لاندې کړي دي".

د نوموړي په خبره، اولنی ایمال پنځه ماشومان او یوه ښځه لاندې کړي او دویم کې د ژغورنې غټ خلک لاندې شوي دي.

د پیښې سیمه د ولسوالۍ له مرکز ډیره لرې ده او سړک نه دی ور تېر شوی.

دغلته د حکومتي او نورو مرستندویه خلکو ورتګ هم سخت دی، نو ښايي د مړو را اېستل او ځپل شوو ته مرستې هم وځنډیږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال افغانستان کې واورې مختلفې لارې بندې کړې وې.

دا په دې ولایت کې د سږني ژمي لومړنی انساني زیان دی، تیر کال د نورستان په برګمټال کې واورې روغ کلی لاندی کړ، چې ولسمشر غنې بیا خواخوږۍ ته ورغی.

افغانستان کې له نږدې څلورو ورځو راهیسې باران او بیا واوره پیل شوي دي.

په غزني، کابل، پکتیا، پکتیکا او کونړ سربېره په ځینې نورو ولایتونو کې هم واوره شوې.