هرات کې د درو ښځو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي

هرات
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په ادرسکن ولسوالۍ کې د درو ښځو د وژلو په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ښځې د تېرې دوشنبې په ماښام (سلواغه ۱۰مه) پخپل کور کې په ډزو وژل شوې دي.

تر اوسه د دغې وژنې انګیزه نه ده روښانه شوې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د پېښې په اړه پلټنه دوام لري.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغو درو ښځو د وژلو پړه نه ده منلې.

افغانستان کې له ښځو سره زورزیاتی یوه لویه ټولنیزه ستونزه ګڼل کېږي.

په تېر کې ځینې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې ځینو ښځو له تاوتریخوالي د خلاصون لپاره ځانوژنو ته هڅه کړې ده.

دا ډول تاوتریخوالی د افغانستان په لوېدیځ، په تېره بیا هرات ولایت کې د خبرونو سرټکی ګرځېدلی چې د رسنیو او د ښځو د حقونو د فعالانو له سترګو پټ نه پاتې کېږي.