شربت ګله: ځانګړې مرکه

د غږ تشریح، شربت ګله: ځانګړې مرکه
د خپرېدو وخت

د زرغونو او هیښونکو سترګو لرونکې شربت ګله د افغانستان د روانې غمیزې سمبول ګڼل کېږي.

شربت ګله وايي په پېښور کې تر ۳۵ کاله اوسېدو وروسته یې دا تمه نه درلوده چې پولیس به یې زنداني کړي او له هېواده به یې وباسي.

نوموړې په تېرو څو کلونو کې په لومړي ځل په یوه مرکه کې د خپل ژوند کیسه کوي.

د شربت ګلې څه باندې دېرش کاله مخکې خپور شوی عکس دې ته نړیوال شهرت ورکړی، او له دې یې د افغانستان تر ټولو مشهوره کډواله جوړه کړې.

زموږ همکار داود اعظمي په کابل کې له شربت ګلې سره ځانګړې مرکه کړې ده.