تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سینګاپور د نړۍ په کچه د ښوونځي زدکړو نړیواله ازموینه کې لومړی ځاي خپل کړ
سینګاپور د ښوونځي د زدکړو برخه کې د نړۍ په کچه لومړی ځای خپل کړی دی.
د "پیسا" ازموینې چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (او اي سي ډي) له خوا اخیستل کېږي، د نړیوالو معیارونو له مخې د ۱۵ کلنو ځوانانو د ښوونځي زدکړې درجه بندي کوي.
سینګاپور چې د "زمریو ښار" په نامه هم یادېږي، په دغه سیالۍ کې د درېیو غوره برخو (لوست، ریاضیاتو او ساینس) کې د جدول په سر کې راغلی دی.
امریکا د ریاضیاتو برخه کې ۳۴ مقام خپل کړی.
د دغې ازموینې په ۸۱ ګډون کوونکو هېوادونو کې له سینګاپور وروسته چین، مکاو سیمه، تایوان، جاپان، جنوبي کوریا او استونیا په دې دریېو اصلي برخو په نهو غوره هېوادونو کې راغلي دي.
پیسا د Program International Student Assessment لنډون یا مخفف دی او هغه ازموینه ده، چې په نړیواله کچه د ښوونځيو د زدکړو په تړاو د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان له خوا اخیستل کېږي.
لوست
د لوستلو په برخه کې ایرلنډ، جنوبي کوریا، تایوان، ایستونیا، ماکاو سیمه، کاناډا، امریکا او نیوزیلنډ له سینګاپور وروسته په لسو غوره هېوادونو کې دي.
په دیارلسمه درجه کې بریتانیا ده، چې د ۲۰۱۸ کال پرتله یوه درجه مخکې تللې ده. ډېر اروپايي هېوادونه په منځنۍ کچه کې ځای لري.
چیلي په ۳۷ درجه کې دی او د لاتیني امریکا هېواونو له ډلې یې تر ټولو لوړ ځای خپل کړی دی.
د جدول درې وروستي هېوادونه بیا مراکش، ازبیکستان او کامبوج دي.
ریاضیات
ریاضیاتو برخه کې له سینګاپور وروسته مکاو سیمه دویم ځای خپل کړی. هانګ کانګ، جاپان، جنوبي کوریا، ایستونیا، سویس، کاناډا او نیوزیلنډ بیا له هغې وروسته ځایونه خپل کړي دي.
په جدول کې له ۱۰ تر ۲۰ پورې ځایونه د اروپايي هېوادونو له خوا نیول شوي چې انګلنډ په ۱۴ غوره هېوادونو کې شامل دی. ۳۴ ځای بیا امریکا خپل کړی.
ساینس
له سینګاپور وروسته جاپان، مکاو، تایوان، جنوبي کوریا، هانګ کانګ، کاناډا، فنلنډ او استرالیا ساینس برخه کې په نهو غوره هېوادونو کې دي.
په ۱۵ او ۱۶ مقامونو کې انګلنډ او امریکا دي.
په ټوله کې د فعالیت کمښت
د ارزونې وروستۍ پایلې ښيي، لوستلو برخه کې د ګډون کوونکو زدکوونکو فعالیت د ۲۰۱۸ کال پرتله لس او په ریاضیاتو کې ۱۵ نمبرې راکم شوی.
پیسا وايي: "دا کمښت یو څه کورونا وبا پورې تړاو لرلی شي."
لوستلو او ساینس برخه کې شمېرې له کورونا وبا وړاندې د کمېدو په حال کې وې.
دا ازموینې دا پروګرام په ۲۰۰۰ کال کې پیل شوی او هرو درېیو کلونو کې له ۱۵ کلنو زدکوونکو په درېیو ځانګړو (ریاضیاتو، ساینس او لوست) برخو کې له زدکوونکو ازموینه اخیستل کېږي.
د ۲۰۲۱ کال ازموینه د کورونا وبا له امله ۲۰۲۲ کال ته وځنډېده
ازموینه کې چا ګډون کړی؟
په هره سیمه یا هېواد کې ازموینه د ګډونوالو زدکوونکو شمېر د هغه هېواد او سیمې د وګړو په شمېر پورې اړه لري.
د ۲۰۲۲ کال په ازموینه کې نږدې ۷۰۰۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.
تونس یوازینی افریقايي هېواد و چې هر کال به یې پکې برخه اخیسته خو د ۲۰۱۸ کال راهیسې ناصوب دی.
د چین شانګهای لومړی ځل ۲۰۰۹ کال کې ورسره یو ځای شو، ورپسې بیجنګ، جیانګ سو او ګوانګ دونګ په ۲۰۱۵ کال کې او په ۲۰۱۸ کال کې بیا ژجیانگ ګوانګ دونګ ځای ناستی شو.
په تېره دوره کې چین په دریواړو برخو کې غوره و، خو په وروستۍ دوره کې یې ګډون و نه کړ.
ازموینه کې د جنسیت وېش
پیسا وايي، ۲۰۲۲ کال کې هلکانو په ریاضیاتو کې له نجونو ۹ امتیازه ډېر اخیستي و، خو نجونو بیا په لوستلو کې په اوسط ډول ۲۴ امتیازو په اخیستو له هلکانو مخکې وې.
د پیسا وايي، په دې ارزونه کې ځايي زدکووونکي تر کډوالو زدکوونکو ښه ځلېدلي دي.
دوی دا هم وايي، چې کډوال زدکوونکي له مالي اړخه ښه وضعیت کې نه دي.
ازمویني څه ډول اخیستل کېږي؟
د پیسا په ازموینو کې له درېیو دوه برخې پوښتنې څو ځوابه دي، پاتې درېیمه برخه بیا تشریحي پوښتني دي.
په هر ښوونځي کې لږ شمېر زدکوونکي ته ازموینه کې ورته پوښتنې راولي.
د دې دلیل دا دی چې پیسا غواړي په دې کار سره د زدکوونکو مهارتونه او وړتیاوې مالومې کړي.
په دې ازموینه کې زدکوونکو ته شاوخوا څلور نیم ساعته وخت ورکول کېږي چې د پوښتنو ځوابونه بشپړ کړي.