پاکستان کې مېشته افغان کډواله: "له کوره نه شم وتلی، ډارېږم پولیس به مې ونیسي"

    • Author, افتخار خان او تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

"د مېړه له مړینې وروسته مې خسرګنۍ په زور بل چاته ودولم، زه له کوره وتښتېدم او خپل ۱۴ کلن زوی سره پاکستان ته راغلم، که بېرته افغانستان ته لاړه شم یا به وژل کېږم او یا به مې په زور بل چا سره واده کولو ته اړ باسي."

سهیلا چې دغه رپوټ کې بي بي سي په مستعار نوم یاده کړې، پاکستان کې مېشته افغان کډواله ده.

نوموړې د شاوخوا یوه کال راهیسې خپل یوازیني ۱۴ کلنه زوی سره یاد هېواد کې اوسېږي.

هغه هلته د مېشتېدو لپاره هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري او اندېښمنه ده، چې پاکستان یې په زور له دغه هېواده وباسي.

سهیلا وروسته له هغې پاکستان ته راکډه شوې، چې مېړه یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واک وروسته د اګسټ پر ۲۶ د کابل پر هوايي ډګر برید کې ووژل شو.

"مېړه مې بګرام کې ترجمان و، طالبان چې راغلل بهر ته د وتلو لپاره کابل هوايي‌ ډګر ته تللي وو، څو ځله مو هڅه وکړه خو بریالي نه شوو چې ووځو."

آغلې سهیلا وايي،‌ د مېړه ژوند یې د جمهوریت د مهال پخوانۍ دندې له امله تر ګواښ لاندې و، له څو ځله پرلپسې هڅو سربېره په دې و نه توانېدل چې له هوايي ډګره ووځي، آخر یې پرېکړه وکړه چې مېړه یې په یوازې ځان هوايي ډګر ته لاړ شي او خپل ځان خوندي ځای ته وباسي.

"د اګسټ پر ۲۶مه مې مېړه یوازې هوايي ډګر ته لاړ چې برید وشو، ما فکر کاوه هغه به په الوتکه کې قطر ته تللی وي، زړه ته مې نه لوېده چې وژل شوی، خو ورونو مې د ایمرجنسي روغتون د وژل شویو کسانو په لیست کې د هغه نوم ومونده، دا مې د ژوند سخته شېبه وه چې هېڅ کله یې نه شم هېرولی."

نوموړې وايي،‌ "پوهېږم چې پاکستان ته په ناقانونه لار راغلې یم، خو دلته له راتلو وروسته مې ویزې ته اپلای وکړه رد شوه، اوس مې بیا اپلای کړې، خو هېڅ حال یې نه دی مالوم. زه پیسې نه لرم چې کوم کمیشن کار ته مې ورکړې وای او ویزه مې پرې اخیستې وای."

"که د پاکستان حکومت مې په زور له دې ځایه وباسي، ځان وژنه کوم"

د اکتوبر میاشتې له ۳۱ مې نېټې وروسته پاکستان حکومت د خپلې پرېکړې سره سم په زرګونه افغان کډوال له دغه هېواده په زور ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په دغو کسانو کې ځینې هغه افغانان دي، چې کابو دوه کاله مخکې د افغانستان له سقوط وروسته د "ځان د خوندیتوب" لپاره دغه هېواد ته کډه شوي.

ګڼ یې د امریکا په ګډون نورو اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره دغه هېواده کې خپلو کیسونو پایلې مالومېدو ته په تمه دي.

سهیلا هم له دغو افغان کډوالو یوه ده چې، د خپل سر د خویتوب لپاره پاکسان ته کډه شوې خو اوس له دې ځایه هم شړل کېږي.

هغه وايي: "زه له خپل وطنه راوتلې یم، او بیا به هېڅ کله ستنه نه شم. زه هېڅ وطن نه لرم پاکستان مې وطن دی، هیله ده چې د پاکستان حکومت مې له دې ځایه و نه شړي، ما دې پرېږدي چې خپل ۱۴ کلن زوی سره دلته ارام ژوند وکړم."

سهیلا چې اوس د پاکستان اسلام اباد کې اوسېږي، وایي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو او د خپل زوی د مړلو لپاره یې د خلکو په کور کې د صفاکارې په توګه کار کاوه.

خو د پاکستان حکومت له خوا د کډوالو د شړلو د لړۍ له چټکېدو سره اوس"له ډاره له کوره نه شي وتلی چې پاکستاني پولیس یې و نه نیسي"

هغه وايي، ډېره موده کېږي‌ چې خپل زوی یې هم له درسونو راګرځولی او په کور ناست دي.

د نوموړې په وینا: "د کور دروازه چې راوټکېږي وارخطا شم، فکر کوم چې پولیس راغلل او اوس به مې وباسي، زه بل هېڅ ځای نه لرم، که د پاکستان حکومت مې په زور له دې ځایه وباسي زه به ځان ووژنم. ځکه له دې پرته بله هېڅ لا نه لرم."

پري ابراهیمي پاکستان کې یوه بله مېشته افغانه کډواله ده، هغه هم پر افغانستان د طالبانو دویمې واکمنۍ پر مهال وروسته له هغې پاکستان ته کډواله شوې چې، د طالبانو حکومت پر ښځو "سخت بندیزونه" ولګول.

آغلې ابراهیمې چې د جمهوریت پر مهال یې په رسنیو کې کار کاوه او ټولنیزه فعاله وه وايي، بهر ته د وتلو کېس لري.

هغه دغه هېواد کې خپلو کارونو بشبړېدو ته په تمه وه چې لاړه شي.

نوموړې د پاکستان له حکومته غواړي،‌ هغو کسانو سره له زغمه کار واخلي چې له دې ځایه خپلو کیسونو ته په تمه دي.

هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (یو اېن اېچ سي آر) هم غوښتي چې بهر ته د تلونکو کسانو کارونو برخه کې له بېړې کار واخلي.

د نوموړې په وینا: "طالبانو چې کله پر ښځو بندیزونه ولګول زه اړه شوم چې پاکستان ته راشم، دلته یوازې اوسېدلم، له سختو اقتصادي ستونزو سربېره بیا هم دلته په تمه وم چې بهر ته د تګ کار مې وشي، خو اوس د پاکستان حکومت له خوا په زور ایستل کېږو."

پاکستان سپټمیر ماشت کې دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ته خبر داری ورکړی و چې له دغه هېواده ووځي.