افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي "د ۱۴۰۲ لمریز کال چنګاښ میاشتې له ۲۹ د زمري میاشتې تر دویمې نېټې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۵۷ تنه ټپیان شوي او دوه تنه ورک دي."

دغه سېلابونه د افغانستان په اتو ولایتونو، کونړ، کابل، خوست، پکتیا، وردګ، غزني او ننګرهار کې راوتلي دي، چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله او زیان یې د وردګو په ولایت کې اړولی دی.

په افغانستان کې د هوا له تودېدو سره هم مهاله ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي او درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

دغه وزارت دغه راز ویلي و "په میدان، جلریز، نرخ، جغتو، چک او سید اباد ولسوالیو کې ۳۰ تنه شهیدان، ۱۵ ټپیان شوي او له ۴۰۰ ډېرو کورونو ته" زیان اوښتی دی.

چارواکو په پغمان ولسوالۍ کې هم د ورښتونو له کبله د زیان اوښتو خبره کړې ده.

کابل کې چارواکو ویلي د پغمان ولسوالي په ارغندي سیمه کې د سېلابونو له امله ۸ کسانو خپل ژوند بایللی، ۲۰ تنه ټپيان شوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي د وروستیو سېلابونو له امله په ټول افغانستان کې تر اتو سوو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. ۴۵۶ څاروي مړه شوي او تر څنګ یې د ۷۰۰۰ جریبه ځمکو او باغونو حاصلات له منځه تللي دي.

ښاغلي شفیع الله رحیمي وايي له ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو سره یې بېړنۍ ناسته کړې چې له لارې زیانمن شویو خلکو ته مرستې راټولې کړي.

د طالبانو حکومت وړاندې تر دې پر اړوندو ادارو او مرستندویو موسسو د مرستو غږ کړی او ویلي یې وو، خلکو ته د رسېدو په موخه دې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

بله خوا د افغاني سرې میاشتې مسؤلینو ویلي، د دوی له لوري د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ د تکانې سیمې اړوند کلیو کې د ورستیو سېلابونو له امله اغېزمنو شویو کورنیو سره د اړینو بېړنیو توکو مرسته کړې ده.

دوی وايي په مرستو کې خېمې، کمپلې، د اوبو زېرمه کولو وسایل، د پخلنځي وسایل او یو شمېر نور توکي شامل دي.

د طالبانو حکومت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي ویلي، چې تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې ۲۱۴ کسان وژل شوي ۳۲۰ ټپیان شوي ۳۱۱۵ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وار له مخه په ځينو ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی وو او خلکو ته یې د چمتووالي سپارښتنه کړې وه.