د پاکستان او هند سمندري توپان: اغېزمن خلک وايي په کمپونو کې خواړه او اوبه نشته

په پاکستان کې بپر جوی توپان له وېرې د بدین او کیټي بندرونو کراچۍ ته وړل شوي اغېزمن خلک په لنډ مهالو کمپونو کې مېشت کړل شوي، چې دا مهال د خوړو او اوبو نشتوالي له امله شکایتونه کوي.
په کراچۍ کې د کب نیونې ملاتړی او مشر مهران علي شاه وايي، د توپان خطر له امله د بدین او کیټي بندر څخه کراچۍ ته راغلو اغېزمنو خلکو ته په کمپونو کې خواړه او اوبه نشته. "اغېزمن خلک وږي دي او بېرته راستنیږي."
هغه وويل د کراچۍ د ساحلي سيمو ابراهيم حيدري، چشمه ګوټ، لاهي او لته بستي په ګډون يو شمېر ښوونځیو کې پناه ځايونه جوړ شوي دي.
د مهران علي شاه په وينا، د پېښې قربانيان وايي، د اسنادو په ګډون يې ټول توکي پرې ایښې دي. دوی مجبور کړای شوي او په زور په موټرو کې کېنول شوي، کرایه یې ورکړې او ورته ویلي یې دي، "چېرې چې ځئ، ولاړ شئ."
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، د سند اعلی وزیر مراد علي شاه درې ورځې وړاندې سیمې ته ورغلی و، خو خلکو ته يې څه نه دي ورکړي، په داسې حال کې چې د سند والي کامران تسوري يوه ورځ وړاندې ورغلی و او د خوراکي توکو ځينې کڅوړې يې پر خلکو ووېشلې. هغه دا هم ویلي و، چې دوی به سل زره کسانو ته خوراکي توکي وویشي، خو لا معلومه نه ده چې کله به راشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا د هند د ګجرات ایالت په ساحلی سیمو کې د پنجشنبې له سهار راهیسې پرلپسې باران او سخت بادونه روان دي. د دوارکا سیمې چارواکو بي بي سي ته وویل، په سیمه کې د برېښنا ۷۵۰ ترانسفرمرونه زیانمن شوي او لسګونه ونې هم چپه شوي. د هند د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د پنجشنبې په ورځ په دوارکا کې ۱۴۷ ملي متره باران ثبت شوی دی.
د پنجشنبې تر ورځې په هند او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.
د هوا پېژندنې سازمانونو د وړاندوینې له مخې، د بپر جوای په نوم توپان، چې په بنګالي کې د "ناورین" په مانا دی، ښايي په لار کې کورونه او کرنیز محصولات ویجاړ کړي.
دغه توپان چې د عرب سمندر له غاړې د هند او پاکستان په لور الوتی پرون ماښام د هند ګجرات ایالت ته رسېدلی دی.




















