تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسي استازو د نشه يي توکو او امنیتي اندېښنو په اړه کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي
د رپوټو له مخې د روسیې له نشه توکو سره د مبارزې ادارې یو پلاوی افغانستان ته تللی چې خپلې اندیښنې د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره شریکې کړي.
د طالبانو باختر اژانس هم لیکلي چې "اولګی ناوموف" په مشرۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې او کنټرول ادارې یو پلاوی کابل کې دی.
دغه پلاوي د طالبانو کورنیو چارو وزارت له مرستیال ملا عبدالحق اخوند سره کتلي او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې یې "د همکارۍ ډاډ ورکړی."
په همدې حال کې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو لړ ټویټونو کې لیکلي، دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ پر "سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړې."
طالبانو روسيي لوري ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې امنیتي ننګونې نشته او له افغانستان څخه به نور هېوادونه هم ونه ګواښل شي.
دا لیدنې داسې مهال دی چې طالبانو د روسیې د سفیر له خولې لیکلي چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو خواوو دولتي پلاوي به یو بل هېواد ته سفرونه ولري.
روسیه له اندېښنو سره سره په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکي پالي او تازه دغه هېواد د افغانستان شمال مزارشریف ښار کې خپله کنسلګري بیا پرانیستې ده.
د افغانستان له خاورې روسیې او د افغانستان شمالي ګاونډیانو ته د وسله والو ډلو ګواښونه او دارنګه د نشه يي توکو قاچاق هغه څه دي چې روسیه او دغه هېوادونه تل پرې اندېښنې څرګندوي.
همدا تېره دوشنبه د روسیې او تاجکستان ګډو ځواکونو د افغانستان له پولې سره څېرمه پوځې مانورې پیل کړې.
د روسیې تاس خبري اژانس لیکلي چې دا پوځي تمرینونه د افغانستان له پولې شل کیلومتره لرې د تاجکستان خاوره کې پیل چې د روانې اپرېل میاشتې تر اوومې نېټې به دوام ومومي.
د یادې پوځي اډې د رسنیو برخې بیان کې راغلي: " دا ګډ پوځي تمرینونه په غرنیو سیمو کې د هغو ناقانونه وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره دي چې د متحدینو خاورې ته ننوځي. د ګډو ځواکونو قومانداني له خپل ټول ځواک نه کار اخلي چې ددغو غیرقانوني وسله والو بیا راټولېدنې مخه ونیسي او له منځه یې یوسي."
دا لومړی ځل نه دی چې د روسیې او تاجکستان دغه ځواکونه دا ډول پوځي مانورې ترسره کوي بلکې په منظم ډول هلته خپل پوځي شتون په ډاګه کوي.
د خرب-میدان پوځي اډه چې په سیمه کې د روسیې لویه اډه بلل کېږي پکې د میشتو پوځیانو لوی ماموریت د اورپکو او قاچاقچیانو مهارول دي.
روسیي سرچیني وایي چې یاده پوځي اډه به ان تر ۲۰۴۲ کاله هلته فعاله وي.