افغانستان سره لوبو ته د پاکستان لوبډله اعلان شوه

د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ بورډ د مارچ له ۲۴ مې نېټې په متحدو عربو اماراتو کې له افغانستان سره د پیلېدونکې شل اوریزې لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.

د بابر اعظم پر ځای شاداب خان په دریو شل اوریزو لوبو کې د پاکستان لوبډلمشر ټاکل شوی.

په ۱۵ کسیزه لوبډله کې ځینې نوې څېرې تر سترګو کېږي.

د پښتونخوا تېز بالر احسان الله په لومړي ځل د پاکستان لوبډلې ته غوره شوی دی.

احسان الله چې د پاکستان په مخکښ شل اوریز لیګ پي ایس ایل کې د ملتان له لورې لوبېده خورا تېز بالېنګ کوي.

دغه ۲۲ کلن تېز بالر، په دنګه ونه، ښه سرعت او کنټرول د ډېرو په ګومان د راتلونکي لوی ستوری دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، په دې لوبو کې یې شاهین اپریدي، بابر اعظم او محمد رضوان ته ځکه برخه نه ده ورکړې چې ارام وکړي.

بابر اعظم په پي ایس ایل کې له پېښور زلمو سره لوبېده او په یوې لوبې کې ناروغ شوی و خو داسې نه ښکاري چې ټپي دې وي.

شاهین اپرېدی تېر کال ټپي شوی و، که څه هم په پي ایس ایل کې ولوبېده خو پاکستان نه غواړي چې د روان کال خورا بوخت مهال وېش کې دغه تېز بالر بیا ټپي شي.

د محمد رضوان پر ځای پاکستان دوه ویکټ ساتي په لوبډله کې شامل شوي دي. د لاهور لوبډلې اعظم خان او د پېښور زلمي محمد حارث به ویکټ ساتونکي وي. دغه دواړه لوبغاړي خورا تېز بېټینګ هم کوي.

په نورو لوبغاړو کې ایوب هم چې په پي ایس ایل لوبو کې ښه وځلېد په ملي لوبډله کې ځای شوی دی. عماد وسیم وروسته له ډېره وخته ملي لوبډلې ته بیا غوره شوی دی.

ظاهرآ د بابر اعظم، محمد رضوان او شاهین شاه اپریدي په نشتوالي کې د پاکستان لوبډله باید کمزورې ښکاره شي خو د تېزو بالرانو او په سر یا فام کې د شته ځوانو منډه جوړونکو دا ټیم د ځینو په ګومان لا پیاوړی دی.