ناقانونه کډوالو اړوند د بریتانیا نويو مقرراتو اندېښنې پارولي

د خپرېدو وخت

د نویو مقرراتو له مخې،هغه کډوال چې په ناقانونه توګه په کوچنیو بېړیوکې د سمندر له لارې بریتانیا ته راځي له دې هېواده اېستل کېږي، د بریتانیا د تابعیت غوښتنې حق به نه لري او بیا به دې هېواد ته نشي راتلای.

دا وړاندیز شوي مقررات به پرټولو هغوکسانو عملي کېږي چې په کوچنیوبېریوکې د بریتانیا سمندرغاړو ته راځي. په دې اړه نور جزییات به د سه شنبې پرورځ اعلانېږي.

خو د پناه وړونکوشورا د حکومت پردغه پلان باندې نیوکه کړې او وايي چې ددې کار په نتیجه کې به په زرګونو خلک د تل لپاره په یو نامعلوم حالت کې پاتې شي.

لومړي وزیر ریشي سوناک، چې 'د کوچنیوبېړیو مخنیوی' یې خپل یو لومړیتوب ټاکلی، میل ان سنډې ورځپاڼې ته ویلي چې:'' تېروتنه مه کوئ، که تاسو په ناقانونه توګه راشئ، دلته پاته کېدای نشئ.''

نوي قوانین به د کورنیو چارو وزیر ته دا دنده وسپاري، هرهغه کس چې په کوچنیو بېړیو کې راځي 'هرڅومره ژر چې عملي وي' له هېواده وباسي، روانډا او یا کوم بل دریم 'خوندي' هېواد ته یې ولېږي او د تل لپاره یې نور پرېنږدي چې بېرته راستانه شي.

اوسمهال، هغه پناه غوښتونکي چې بریتانیا ته راځي د ملګروملتونو د پناه وړونکو د کنوانسیون اودبشري حقونو په اړه د اروپايي کنوانسیون له مخې حق لري چې د ساتنې غوښتنه وکړي.

خو د میل ان سنډې ورځپاڼه وايي، د ناقانونه کډوالۍ په اړه د نوې لایحې دیوې مادې له مخې ښايي 'د حقونو توقف' عملي کړل شي چې پدې ډول به د کنوانسیونونو له عملي کېدو څخه ډډه وشي.

د بریتانیا حکومت د ډېرې مودې راهیسې هڅه کړې چې له فرانسې نه بریتانیا ته په کوچنیو بېړیوکې د زیاتېدونکي شمېر پناه وړونکو د خطرناکه سفر مخه ونیسي.

خو روښانه نه ده چې حکومت به څرنګه د پناه غوښتونکو حقونه محدود کړي.

دا ژمنه یې هم بې ستونزو نه ده چې وايي پناه غوښتونکي به له هېواده وباسي.

سره ددې چې تېرکال یوه هوکړه شوې وه، خو تراوسه ان یو کډوال هم روانډا ته نه دی استول شوی او په دې اړه ټول پلانونه ځنډېدلي دي. له اروپايي ټولنې سره هم کومه موافقه نشته چې پناه وړونکي بېرته ور ستانه کړي.

روانډا ته د پناه وړونکو د لېږلو پلان د کمپاینرانو او حقوقي مداخلې له امله د سختو مخالفتونو سره مخ شوی و او تراوسه نه دی عملي شوی.

خو، په دسمبرکې د بریتانیا لوړې محکمې پرېکړه وکړه چې دا پلان د ملګروملتونو د پناه وړونکو کنوانسیون سره تضاد نه لري او هغه نه ترپښولاندې کوي. خو دا پرېکړه لا په نورومحکموکې له ننګونوسره مخ ده، تمه کېږي چې ددې قضیې د اورېدو لپاره به یوه لومړنۍ غونډه د دوشنبې پرورځ د استیناف په محکمې کې ترسره شي.

د بریتانیا د پناه وړونکو شورا پر وزیرانو تور لګولی چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په اړه یې د بریتانیا ژمنه ترپښولاندې کړې چې باید خلکوته د منصفانه قضاوت حق ورکړي- پرته له دې چې دا خلک له کومې لارې بریتانیا ته راغلي.

د پناه وړونکو د شورا مشر انور سلیمان وویل دا 'نیمګړي' مقررات به د کوچنیو بېړیو مخه ونه نیسي خو نتیجه به یې دا وي چې په لسګونو زره خلک به په توقیف ځایونوکې بند وي، سترلګښت به ولري، تل به په نامعلومه حالت کې پاتې وي او د پناه غوښتنې په جرم به د جنایتکارانو په توګه ورسره چلند کېږي.

هغه وویل: دا مقررات کار نه ورکوي، لګښت یې ډېر دی، او د بېړیو مخه نشي نیولای.

د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن، چې دا نوي قوانین به اعلانوي، د سن ان سنډې ورځپاڼې ته وویل:''بریتانیا ته د راتګ یواځینۍ لاره به یوه خوندي او قانوني لاره وي.''

د کورنیو چارو وزارت وايي بریتانیا ته د راتلو 'یوشمېر خوندي او قانوني لارې' شته دي.

خو، ځینې یې یواځې د یوشمېر خاصوهېوادونو خلکو ته میسره دي لکه افغانستان، اوکرایین او په هانګ کانګ کې د بریتانیا تابعیت موقف لرونکي خلک.

د دقیقومشخصاتو له مخې د پناه وړنې نورې لارې یواځې یو محدود شمېرپناه وړونکي مني.

د بریتانیا د کارګر ګوند یو چارواکي ویس سټریټنګ وویل د حکومت دا راتلونکي اقدامات'د ناکاره تبلیغاتي اقداماتو د اوږده لېست یوه برخه' ده.

د کارګر ګوند د روغتیا وزیر وویل، حکومت باید د پناه وړونکو لپاره د راتلو خوندي لارې چمتوکړي، د پناه وړنې د قضیو څېړل ګړندي کړي او د انساني قاچاق وړونکو ډلو مخه ونیسي.

هغه بي بي سي ته وویل:''موږ خپل وړاندیزونه هم لرو- هغه په میلیونونه پونډه چې د روانډا پر پلان ضایع کېږي باید د جنایتونوسره د مبارزې ملي ادارې ته ورکړل شي چې وکولایشو جنايي ډلې چې خلک قاچاق کوي ونیسو.''

ښاغلي سټرټینګ وویل فکر نه کوي چې وړاندیز شوي مقررات به عملي بڼه غوره کړي او یا به د پارلمان لخوا تصویب شي.

لارډ بلنکېټ چې په ۲۰۰۱-۴ کلونوکې د کارګرګوند د کورنیوچارو وزیر و، وویل د کډوالو په اړه هرډول نوې تګلاره باید د فرانسې ملاتړ ولري- اوحکومت پوهېږي چې دا نشي ترلاسه کولای.

ليبرال دموکرات ګوند د حکومت دا پلان 'غیراخلاقي، نا اغیزمن او د مالیه ورکونکو خلکو لپاره د سترلګښت درلودونکی' وباله، 'په داسې حال کې چې د کوچنیوبېړیو د راتلو مخه به هم ونشي نیولای.'

د حکومتي ارقامو له مخې چې بي بي سي راټول کړي په ۲۰۲۲ کال کې ۴۵،۷۵۶ کډوال په کوچنیو بېړیوکې د سمندر له لارې بریتانیا ته را اوښتي. دا د ۲۰۱۸ کال راهیسې چې ثبت یې پیل شوی ترټولو لوړ شمېر دی.

د کورنیوچارو وزارت شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کې تراوسه ۲،۹۵۳ کډوال د همدې لارې بریتانیا ته راغلي، چې د یوشمېر هېوادو لکه البانیا، ایران، عراق، افغانستان او سوریې څخه دي.