د ايراني نجونو د مسمومېدو لړۍ، تېره ورځ ۲۶ تازه پېښې شوې

ایراني نجونو مسمومېدل

د عکس سرچینه، IRNA

د خپرېدو وخت

د ایران زاهدان د اهل سنت جمعې امام مولوي عبدالحمید اسمعیل زهي ویلي، ډېر خلک په دې باور دي چې د ښوونځیو نجونو مسمومېدل د ایران حکومت لخوا د د لاریونونو ځپلو دوام دی.

مولوي عبدالحمید نن جمعې (۳ مارچ) په ورځ زاهدان کې د جمعې لمانځه خطبې پر مهال وویل، ډېری ایرانیان په دې باور دي، هغه نجونې چې په خپلو ښوونځیو کې یې لاریونونه کول، اوس په ښوونځیو کې مسمومېږي.

د ښاغلي اسماعیل زهي په وینا، "څوک باور لري چې چارواکي، امنیتي او پوځي کسان یې په لامل نه پوهېږي. ډېر عادي شیان ژر پېژندل کېږي، خو په دې اندازه د سترې پېښې بهیر نه پیژندل کېږي."

تېره ورځ د یو شمېر ښوونځيو په دروازو کې خلک په وارخطایۍ راټول شوي وو. داسې ښکارېدل چې پر یوه لومړني ښوونځي د زهرجنو ګازو برید شوی.

یوازې تېره ورځ په ټول ایران کې پر ښوونځیو د مسمويت لږ تر لږه ۲۶ بریدونه شوي.

روغتونونه د ښوونځیو له زده کوونکو ډک شوي وو، په دغو بريدونو کې د ښوونځیو نجونې په نښه شوې وې.

داسې راپورونه ورکړل شوي، زده کوونکو لومړی د مالټې یا خوسا شوي کب بوی احساس کړی و، بیا بې هوښه شوې او لوېدلې وې.

ډاکټرانو ورته ویلي چې ونه وېږېږي، خو ځینې یې د ساه اخیستلو ستونزه لري.

ځینې ایرانیان فکر کوي ښايی‎ دا کار د غچ اخیستنې په پار ترسره شوی وي ځکه دغو نجونو د حکومت ضد هغو لاریونونو کې ونډه درلوده چې د تېر کال په سپټمبر کې پیل شوي وو.

بي بي سي د اردابیل سیمې په شمال لوېدیځ ښار کې له یوې ۱۸ کلنې زده کوونکې سره خبرې کړې دي.

هغې ویلي درې میاشتې مخکې د دوی په ښوونځي کې نجونو جبري ټيکري له سره ليرې کړل او د لاریون اصلي شعارونه یې پیل کړل چې وايي "ښځه، ژوند، ازادي".

بیا د چارشنبې پر ورځ د دوی پر ښوونځي برید وشو، "کله چې انګړ ته ورغلم څلور نجونې مې ولیدې چې بې هوښه شوې. نهه امبولانسونه راورسېدل. اوس لس ساعته وروسته مې لا هم سر خوږېږي او خوا مې ګرځي. ډېرو ښوونکو ورټلو او ویل یې، تاسو هسې اکټ کوئ، ان هغه وخت هم چې د زده کوونکو مخونه تک سره واوښتل او ټوخی یې پيل کړ. زموږ د دیني زده کړو ښوونکې راته وویل ټیکري مو په سر کړئ. نوره یې کیسه کې نه وه."

ایراني نجونو مسمومېدل

د عکس سرچینه، TASNIM

د دې بریدونه پر وړاندې د خلکو غوسه پر زیاتېدو ده ځکه دا بریدونه له نوامبر میاشتې راهیسې پیل شوي.

خلک نه پوهېږي چې څنګه چارواکي نه پوهېدل دا کوم ډول ګاز وو او د دې کار تر شا د چا لاس وو.

چارواکو ویلي تر اوسه یې په دې تور څوک نه دي نیولي.

دوی وايي، "موږ تر اوسه څوک نه دي نیولي خو زموږ د استخباراتو څانګه دا مسله څېړي. "

په داسې حال کې چې د شپې لخوا په ټول تهران کې د "مرګ پر ماشوم وژونکي رژیم" شعارونه اورېدل کېږي دا په دې مانا ده چې میندې او پلرونه ډېره کمه هیله لري، دا رژیم به وکولای شي ريښتیني شکمن کسان ومومي.