تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مالیزیا لوبډله ماته کړه
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په خپله دویمه سیالي کې د مالیزیا لوبډلې ته ۱ - ۳ ماتې ورکړه. او په دې سره یې د دغو سیالو منځ لوبو ته لار ومونده.
افغان لوبډلې په ښې تخنيکي سیالۍ سره وکولای شول، خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې لومړی او دویم سېټونه ۲۵ د ۲۲ او ۲۵ د ۲۱ نمرو سره وګټل. درېيم سېټ بیا د مالیزیا لوبډلې ۲۵ د ۱۹ نمرو په وړاندې وګاټه. خو د لوبې برخلیک په څلورم سېټ کې وټاکل شوو په دغه سېټ کې افغانستان د مالیزیا پر وړاندې ۲۵ د ۱۹ نمرو په لرلو سره برلاسي حاصله کړه او لوبه یې هم وګټله.
د نشنل کپ سیالۍ د مالدیف په کوربتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ روانې دي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳ مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۷ مې نېټې به دوام وکړي.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالي کې سنګاپور لوبډلې ته هم یو - درې ماتې ورکړې وه.
افغان ملي لوبډله به سبا د شنبې په ورځ په بله لوبه کې د مالدیف له لوبډلې سره مخ کېږي.
په تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان والیبال لوبډلې د اسیا مرکز زون په سیالیو کې چې د پاکستان په لاهور کې ترسره شوې ګډون کړی و، خو هلته یې خپلې ټولې لوبې د بنګله دېش، شري لنکا او پاکستان لوبډلو ته بایللې وې.
د افغانستان والیبال فدراسیون تر روانو سیالیو مخکې ویلي وو، دوی په بشپړې تیارۍ دغو سیالیو ته روان دي.