طالبان: له بهرنیو ځواکونو پاتې شوې پوځي اډي به پر اقتصادي زونونو بدلې شي

د خپرېدو وخت

د طالبانو اقتصادي چارو مرستیال دفتر وايي، افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې شوې پوځي اډې به په اقتصادي زونونو بدلې کړي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغه دفتر په جوړه شوې غونډه کې نن یکشنبه د فبرورۍ په ۱۹مه، پرېکړه شوې، چې دغه پوځي اډې به صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته وسپاري.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټر پاڼه یو لړ ټویټونو کې ویلي، "له یادو اډو دې یوازې د بلخ او کابل پر پوځي اډو ازمایښتی کار پیل شي."

د امریکا په مشرۍ د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) غړو هېوادونو افغانستان کې پراخ حضور درلود خو د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې له تړون وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه وشوه.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ تر ۳۰مې نېټې د دغو ټولو هېوادونو پوځيان له افغانستانه ووتل او د بګرام په ګډون یې ټولې پوځي اډې خالي کړې.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې د دغو ځواکونو پراخ او اوږدمهاله شتون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونه پوځي اډې پراېښي چې اوس د طالبانو حکومت پرېکړه کړې، له هغو د ځانګړو اقتصادي زونونو په توګه کار واخلي.

د طالبانو حکومت له خوا په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي او نه هم د بهرنیو ځواکونو د پاتې شویو اډو کره شمېر مالوم دی چې څومره دي .

خو له دغو اډو یوه د بګرام هوايي‌ اډه وه چې د بهرنیو ځواکونو د مېشتېدو ، قوماندې او هوایې عملیاتو مرکز پاتې شوی او تېرو دوولسیزو کې د امریکا ولسمشران هم افغانستان ته د سفر پر مهال دې اډه کې تم شوي‌ دي.

په همدغه هوایې او پوځي اډه کې د بګرام مشهور زندان هم دی چې افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پر مهال پکې سلګونه طالبان بندیان وو.

افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ناندریز پوځي حضور له پای ته رسېدو وروسته بګرام هوايي اډه کې د چینايي ‌‌ځواکونو د حضور رپوټونو خپاره شوي و چې گواکې د چين پوځي الوتکې د بگرام په هوايي ډګر کې ناستې او بيا بېرته الوتې دي.

خو چین دغه رپوټونه رد کړي وو.