ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان په ګډون ۱۹ هېوادونو ته بېړنۍ مرسته اعلان کړه

د خپرېدو وخت

په نړۍ کې د بې وزلۍ کچې له لوړېدو سره ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو له نړیوال صندوقه قحطۍ ځپلو هېوادونو ته د لومړي ځل لپاره تر ټولو ډېرې پيسې ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتوني ګوتېرېش له دې اعلان سره ویلي " نن زه د ملګرو ملتونو د بیړنۍ مرستو له صندوقه تر دې دمه تر ټولو د ډېرو مرستو ٰ۲۵۰مېلیونه ډالرو' اعلان کوم چې له قحطۍ سره مبارزه وکړي او بېړنیو حالاتو ته رسیدنه وشي."

ملګرو ملتونو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا اندازه پیسې د افغانستان، پاکستان، یمن، سومالیا، جنوبي سوډان، کېنیا او لبنان په ګډون ۱۹هېوادونو ته ځانګړي شوي.

په خبرپاڼه کې د هر هېواد اندازه نه ده ټاکل شوې، خو ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې بیا بیا د افغانستان په وضعیت اندېښنه ښودلې.

دې بنسټ له دې وړاندې ویلي، چې دا وخت په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه د اندېښنې وړ لوړه شوې او د دغه هېواد شاوخوا ۲۸ مېلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري.

په پاکستان کې هم اقتصادي ستونزو، سیاسي ناندریو او وروستیو سیلابونو د عامو خلکو ژوند سخت ځپلی او له همدې کبله به له دې اعلان شوې بیړنۍ مرستې یوه اندازه پیسې هغه هېواد ته هم ورکړل شي.

ملګرو ملتونو ویلي، له اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ، اقتصادي ټکانونو او تاوتریخجنو جګړو سره هممهاله که دغو بشري اړتیاو ته رسېدنه و نه شي د ستر ناورین لامل کېږي.

د دغې سازمان مشر انتوني ګوتېرېش ویلي "په نړیواله کچه دا مهال ۳۳۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا اندازه د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه لوړه ده."

د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ دوی تېر ۲۰۲۲م کال ۱۶۰ میلیونه خلکو ته مرستې رسولي او په وینا یې سږ کال چې د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی ملګري ملتونه ۵۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو اټکل کوي چې له نیمایې یو څه ډېرې به راټولې کړای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټن ګرېفټس ویلي" اعلان شوې پیسې به مخکې له دې چې سخته قحطي راشي یا کوم ناورین رامنځته شي په مناسبو ځایونو ولګول شي"

هغه همدا راز له ټولو مرسته کوونکو مننه کړې چې د بیړنۍ مرستې له صندوق سره یې پر وخت مرسته کړې.