"افغانستان کې تېر کال تر کښت لاندې ځمکه دوه لکه هکتاره پراخه شوې"

وردګ

د عکس سرچینه، Khalid Naqibzai

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

افغانستان کې په تېر یوه کال کې نږدې دوه لکه هکتاره ځمکه تازه تر کرنې لاندې راغلې، چې د وړم کال پرتله له ۳۵ سلنې ډېر زیاتوالی ښيي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي لامل يې دا دی چې زرګونه جرېبه شاړې ځمکې خصوصي سکتور ته ورکړل شوې او دغه راز په تېر یوه نیم کال کې له غصب څخه راګرځول شوې ځمکې هم تر ډېره کرل شوې وې.

د دغه وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو رئیس او ویاند مولوي مصباح الدین مستعین بي بي سي ته وویل "په مجموعي ډول د کښت لاندې آبي او للمي ځمکې په ۱۴۰۰ کال کې ۲۳۷۹۱۲۶ هکتاره او ۱۴۰۱ کال کې ۲۵۷۷۷۲۵ هکتاره دی چې د تیر کال په پرتله ۱۹۸۵۹۹ هکتاره زیاتوالی پکې راغلی چې دا زیاتوالی ۳۵/۸ سلنه کېږي".

ښاغلی مستعین زیاتوي چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي اود غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیمونه په هر ولایت کې د ځمکو تشخيص، تثبیت، د شخړو او لانجو د هوارولو په اړه له قومي مخورو سره خبرې کوي او هغوی هڅوي چې د دوی د حکومت د قانون او اصولو له مخې ځمکې په اجاره ونیسي.

دوی دا کار د نوو کرنیزو ځمکو په پراخېدو کې مهم ګڼي.

ښاغلی مستعین دا هم ویلي، چې د غاصبینو له خوا غصب شوې ځمکې د نورو مقاصدو په پار استفادې کیدې چې له راګرځېدو وروسته يې اوس ډېره برخه کرل شوې.

اوبه
د عکس تشریح، د شمېرو له مخې ۸۰ سلنه افغانان په کرکيلې او مالدارۍ بوخت دي

کروندګر او فارم لرونکي د جګړو درېدل هم له هغو لاملونو ګڼي چې دوی یې بېرته پر کروندو کار ته هڅولي.

امید د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي، تېرو شاوخوا دوو کلونو کې يې په یوه تخته شاړه ځمکه د مڼو ونې کېنولې او تازه يې ښېرازه کړې او کرلې ده.

دی وايي" په تېرو کلونو کې هلته د جګړو له امله خلکو په کروندو کې په ډاډه زړه کار نشو کولی."

کلیو ته د ځايي خلکو ستنېدل

امید زیاتوي که څه هم پر شاړو ځمکو د ځمکو له تله په را ایستل کېدونکو اوبو د بڼو جوړولو او شاړو ځمکو ښېرازه کولو لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې چټکه شوې خو له وروستیو جنګ جګړو سره ټکنۍ شوې وه او اوس چې جنګونه درېدلي یو وار بیا دا لړۍ چټکه شوې.

خالد نقیبزی هم د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې کورنۍ یې له تېرو لسو کلونو راهيسې په کلي کې د نا امنۍ او جګړو له امله په کابل کې اوسېږي. د جګړو له درېدو سره يې اوس بېرته په کلي کې پر کرونده او فارمونو بوخت شوی.

هغه اوس په سیدآباد ولسوالۍ کې د غوښنو چرګانو فارمونه جوړ کړي. دی وايي په تېرو کلونو کې هلته چا پانګونې ته ځکه زړه نشو نیولی چې تګ راتګ ورته ګران وو او هره شېبه د دې امکان و چې ټوله پانګونه هېڅ شي.

دی وايي" که څه هم اوس هم ستونزې شته خو په لېوالتیا په تېرو دوو کلونو کې د پیل کړو فارمونو په چارو بوخت یم "

که څه هم تر کر کیلې لاندې ځمکې له پراخېدو سره هم‌مهاله بې وخته اورښتونو او سېلابونو په تېر کال کې د حاصلاتو کچه راټیټه کړه او آن د غنمو او وریجو او دغه راز د سبزیجاتو او فالیزونو او مېوو په حاصلاتو کې د وړم کال پرتله کمښت راغی.

اوبه
د عکس تشریح، د شکردرې ولسوالۍ دانشمند کلی هم اوبه نه لري

د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۱ کال کې د سېلابونو راوتو له امله په ټولیزه توګه په بیلابیلو ولایتونو کې ۸۸۱۹۴ هکتاره کرنیزه ځمکه چې ۲۹۶۷۹ هکتاره یې د غنمو کښت لاندې وه، له منځه تللې.

پر دې سربېره کروندګر هم د یو شمېر ستونزو یادونه کوي چې که هغه نه وای، نو حاصلات به یې هم لوړ وو.

خالد نقیبزی د تخمونو نه پیداکېدل او ګراني، د نورو اړینو توکو د بیو لوړوالی او د ترانسپورت او لارې ناسموالی د کروندګرو او فارم لرونکو له عمده ستونزو ګڼي.

امید بیا د وچکالۍ یادونه کوي او له دولته غواړي چې د اوبو د بندونو جوړولو او مدیریت ته پام وکړي.

خو د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې له ځمکې د اوبو راایستل د دوی د حکومت رسمي تګلاره نه ده، او کروندګر د خپلو ځمکو د خړوبولو په پار نویو میتودونو کارولو لکه د څاڅکو په واسطه یا د بارانی سیستم پواسطه د اوبونې لارو چارو ته هڅوي چې په وینا يې دا کار تقریباً ۹۰٪ اغېزمنتیا هم لري.

پر دې سربېره په کلیو کې هم د فارمونو د جوړېدو او د مالدارۍ پراخېدو ته د هڅو نښې هم لیدل کېږي.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې همدا اوس د څارویو 1018 فارمونه شته چې تر 110 پورې د پسونو فارمونه او ټولټال ۱۱۹ د وزو فارمونه هم پکې شامل دي.

که څه هم کروندګر، مالداران او د کرنې او مالدارۍ وزارت ټول په یوه غږ وايي چې په دې وروستيو کې د وچکالۍ او د څارويو د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي له امله نوي فارمونه نه دي جوړ شوي او يو شمير خلکو د کار پيدا کولو په موخه په دوديز او اساسي ډول د مالدارۍ چارې پيل کړې دي.