آیا د غاښونو برېښنایي برسونه د غاښونو پاکولو تر ټولو غوره لار ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
آیا د غاښونو برېښنایي برس کارول به د دې لامل شي چې د غاښونو ډاکټر ته لږه اړتیا ولرو؟
آیا ډېر ګران او ځیرک برسونه چې پر بېلابېلو اپلیکېشنونو سمبالو وي، د عادي یا برسونو پر تله غاښونه ښه پاکوي؟
۱ - د برېښنایي برسونو صنعت د دوو اصلي تولیدونکو په اختیار کې دی چې هر یو یې ځانګړې ټکنالوژي کاروي.
د برېښنایي برسونو د صنعت دوه اصلي تولیدونکي اورل بي او فلپس شرکتونه دي. دوی دواړه د غاښونو د پاکولو لپاره له خپلې ځانګړې ټکنالوژي کار اخلي.
د اورل بي د غاښونو برس څرخېږي، ګرد او وړوکی دی چې په یوه ثانیه کې ۷۰ ځلې دواړو خواوو ته تاوېدلی شی.
د فلپس برسونه لړزېږي چې په یوه ثانیه کې شاوخوا ۲۵۰ ځله په لوړ سرعت خوځېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲- دغه دوه ډوله ټکنالوژي له یو بله توپیر لري خو پایله یې یو شان ده
د برېښنایي برسونو دغه دوه ډوله ټکنالوژي بېلابېلې عملي تجربې رامنځته کوي او ځینې وایی چې فلپس برسونه ډېر اغېزمن دي. خو پوښتنه دا ده چې دغه دو ډوله برسونه د غاښونو په پاکولو کې کوم توپیر لري؟
د بریتانیا برمنګهم پوهنتون کې د غاښونو د بیا رغونې برخې پروفیسور ډیمین والمسلي، چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې د غاښونو بېلابېلو برسونو په هکله څېړنې او بیاکتنه کوي وايي، "دومره توپیر نه لري، ښایي د هغو برسونو په اړه ډېر شواهد وي چې څرخېدلي حرکتونه لري ځکه چې کوچني دي او ښایي څرخېدلی حرکت د لړزې حرکت پرتله غوره وي خو په ټوله کې دومره توپیره سره نه لري"
۳- حیرانوونکي نرخونه او ګرانې بیې د ډېر پاکوالي لامل نشي کېدای
د غاښونو تر ټولو ګران بیه برېښنایي برسونه، فلپس او اورل بي سلګونه ډالر بیه لري. د دغو برسونو پر تله عادي برسونه خورا ارزانه دي. آیا لوړه بیه د ډېر پاکوالي په معنا ده؟
که د غاښونو د داسې برس په لټه کې یاست چې غاښونه مو ښه پاک کړي نو په دې پوه شئ چې "د بیې او کیفیت تر منځ هېڅ مستقیمه اړیکه نشته."
تاسې کولی شئ چې ګران بیه برېښنایي برسونو وپېرئ خو د ټیټې بیې داسې ډېر برسونه شته چې ډېر ښه کار کوي.
د ګران بیه برېښنایي برسونو په هکله یوه ښه خبره دا ده چې بټرۍ یې د ډېرې مودې لپاره دوام کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
۴- آیا ځیرکتوب او بېلابېل اپلیکېشنونه مرسته کوي؟
د غاښونو غوره نوي بریښنایی برسونه پر داسې اپلیکېشنونو سمبال دي چې ستاسې د برس کولو د طریقې په هکله معلومات درکوي. د بېلګې په ټوګه د اورل بي برس د معلوماتو ورکولو درې بعدي سېسټم لري چې درته ښیي تر کومې کچې غاښونه په سمه توګه برس کوئ.
د غاښونو ډاکټر ډن شفر وایي " که پر برس ډېر زور راولئ، سور ګروپ روښانه کېږي، چې تاسو ته وایي پر برس فشار له حده ډیر دی." دغه برسونه په سمه توګه برس کولو لباره تاسو ته امتیاز هم درکوي چې د پر له پسې په سمه توګه د غاښونو برس کولو لپاره د طلایي مډال امتیاز تر لاسه کولی شئ.
۵- عادي برسونه د غاښونو د منګ په لېرې کولو کې د برېښنایي برسونو په څېر ګټور دي؟
د غاښونو ډاکټر، ډن شفر تر نظر لاندې یوه کس د ۲۴ ساعتونو لپاره خپل غاښونه برس نه کړل او داسې ځانګړی تابلېټ یې وخوړ چې د غاښونو منګ په ارغواني رنګ وښیي. بیا یې د خولې د یوې خوا غاښونه په عادي برس پاک کړل او بله خوا غاښونه یې د غاښونو په برېښنایي برس اورل بي برس کړل.
پایله یې په دواړو خواوو کې ډېره ښه وه. ښاغلی ډن وایي "ان عادي برس د غاښونو ټول منګ پاک کړی وو." نو داسې کوم دلیل نشته چې ووایو برېښنایي برس د عادي برس پر تله ښه کار کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د غاښونو عادي او برېښنایي برسونو په هکله د ساینسي سرچینو نظر څه دی؟
پروفیسور ډېمین والمسلي وایي"زه فکر کوم د دواړو تر منځ دومره توپیر نشته. شواهد ښیي د غاښونو برېښنایي برسونه د عادي برسونو پرتله یو څه ډېر ګټور او اغېزمن دي خو دا توپیر ډېر زیات نه دی او په دې پورې اړه لري چې څه ډول ترې کار اخلو."
۶- د غاښونو برېښنايې برسونو کارونه انساني نیمګړتیاوې جبرانوي؟
که د غاښونو عادي برسونه په سمه توګه وکاروو، نو د غاښونو پاکولو کې د برېښنايي برسونو په کچه اغېزمن دي. که د غاښونو برس کولو پر مهال ستړي یوو، او فکر مو پر ځای نه وي، څنګه؟
د عادي او برېښنايي برسونو اغېزمنتوب کې د برس کارولو طریقه پرېکنده رول لري.
ډاکټر ډن وایي" زما په نظر له مسلکي او انفرادي اړخه د غاښونو د خوندیتابه لپاره بریښنایی برسونه د وخت یو له غوره اختراع ګانو څخه دی. دا برسونه نه یوازې د غاښونو منګ له منځه وړي بلکې د برس کول پر مهال د انساني نیمګړتیاوو مخه هم نیسي"
په بل عبارت، د غاښونو عادي برسونو اغېز د یو کس په صحیح توګه کارولو پورې اړه لري، داسې حال کې چې برېښنایي برسونه ستاسو لپاره ستاسو برخه کار هم درته کوي.




















