هغه ښځه چې د ممبۍ د ځنګل ژغورلو لپاره مبارزه کوي
د خپرېدو وخت
د هند لوی او ګڼ مېشتي ممبۍ ښار یو ښاري ځنګل د نیارک تر مرکزي پارک څلور برابره لوی دی. دا د هغو بومي خلکو کور دی چې له پړانګانو سره یوځای ژوند کوي. په وروستیو لسیزو کې د دې ځای ځینې برخې بدلې شوې دي. اوس حکومت په ځنګل کې د مېټرو اورګاډي د زېرمو جوړولو له لانجمنې پروژې سره مخامخ دی. دې پروژې د چاپېریال ساتنې او پرمختیا په تړاو بحثونه او لاریونونه راپارولي دي.