هره ورځ نړۍ کې دوه میلیارده پیالې کافي څښل کېږي

کافی

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

هره ورځ په نړۍ کې تر دوو میلیاردو زیاتې پیالې کافي څښل کېږي.

یوازې په بریتانیا کې هره ورځ ۹۰ میلیون پیالې کافي څښل کېږي.

نن سبا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له سهار تر ماښامه په مختلفو وختونو کې قهوه څښل کېږي، خو په لوېدیځه اروپا کې ۴۵۰ کاله وړاندې د قهوې نوم لا چا نه و اورېدلی.

د کافي اصلي ریښه له ایتوپیا پیل شوې بلل کېږي، هلته یې بوټي په ځنګلونو کې په چټکۍ سره وده کوله خو د خلکو پام ورو ورو ور واوښت.

هغوی پوه شول چې د کافي دانې د څښاک په توګه کارول کېدای شي او همدارنګه په دې څښاک انسان روږدی کېدای شي.

کافی

د عکس سرچینه، Getty Images

ورو ورو دا بوټی د یوه څښاک په توګه مشهور شو.

په لویدیځو هېوادونو کې خلکو د کافي څښلو ته مخه کړه او د دې خوند یې خوښ شو.

همدارنګه دوی په دې هم وپوهېدل چې دا د سوداګرۍ لپاره هم خورا ګټور محصول دی.

په حقیقت کې خلکو شراب او بیر څښل او دا څښاک د سوداګریزو خبرو اترو په بهیر کې ډېر په زړه پورې او ګټور څښاک نه و.

د سوداګرۍ په تړاو د خبرو کولو پر مهال ذهن باید بیداره او تېز وي.

لومړنۍ کافي خونه

کافی ہاؤس

د عکس سرچینه، WILLIE B. THOMAS

لومړنۍ کافي خونه په بریتانیا کې په ۱۶۵۱ کې په اکسفورډ کې پرانېستل شوه.

له هغه وروسته په لندن کې هم د کافي خونو پرانېستل پیل شول.

اوس په هر ځای کې د بېلا بېلو ډولونو کافي او نورو څښاکونو کېفې یا خونې جوړې شوې دي او خلک پکې د سوداګرۍ، سیاسي مجلسونه او شخصي خبرې کوي.

د تاریخ په اوږدو کې په دغو ځایونو دا تورونه هم لګول شوي چې ګواکې خیانت پکې کېږي او دسیسې پکې جوړېږي.

بېلابېلو وختونو کې یې مخنیوی هم شوی دی او یا خلکو ته اخبارونه او مجلې ورکړل شوې چې بوخت یې وساتي.

ترټولو سخت تور په ۱۶۷۴ کال کې ولګول شو او ویل کېدل چې قهوه د بې وزلۍ لامل کېږي.

په داسې حال کې چې ځینو خلکو برعکس ادعاوې کړې وې او ویل به یې چې د نارینوو جنسي ځواک زیاتوي.

څرنګه چې هغه مهال دا کافي خونې عموما د نارینه وو لپاره ځانګړې شوې وې، قهوه هم ډېر ژر د نارینوو څښاک په توګه وپېژندل شوه.

د څیړنو له مخې، ان نن ورځ نارینه د ښځو په پرتله ډیره قهوه څښي.

خوند

کافی ہاؤس

د عکس سرچینه، TOM WERNER

ډیری خلک لاهم د کافي خوند نه خوښوي.

شاید له همدې امله په انګلستان کې د شیدو او بورې سره د چای په څېر څښل کېږي او پدې توګه د کافي څښلو دود نوره هم وده کړې ده.

په ۱۸ مه پیړۍ کې دا د بریتانوي ژوند یو ډول وګرځېد او کافي له رستورانتونو او کېفې د خلکو تر کورنو ورسېدله.

تر ۱۹ پیړۍ پورې کافي خورا بد خونده وه خو دا هغه وخت و چې په ایټالیا کې د ایسپریسو ماشین رامنځ ته شو. دې ماشین کې اوبه له بېلابېلو پړاونه تېریږي او د کافي په خوند اغیز کوي.

د کافي مختلف ډولونه

کافی

د عکس سرچینه، NICK DAVID

تېرو ۲۰ کلونو کې په نړۍ کې د کافي بېلابېل ډولونه رامنځ ته شوي.

په دې موده کې د کافي د څښلو طریقه هم بدله شوه. خلک اوس لیدل کېږي چې په لاسونو کې یې د کافي پیالې وي او پر سړکونو ګرځي.

په تېرو ۴۵۰ کلونو کې ټولنې او کافي دواړو خورا وده کړې خو یو شی نه دی بدل شوی او هغه د کافي شهرت دی.

نن سبا کافي د خلکو تر منځ د اړیکې یوه وسیله ګرځېدلې.