تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ سلاکار "سټیف بانون" پر کانګرس د چپاو به تړاو شاهدۍ ته حاضر شوی
امریکايي رسنۍ وايي د دغه هېواد د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکار سټیف بانون پر کانګرس د ښاغلي ټرمپ د پلویانو د چپاو په تړاو شاهدۍ ته حاضر شوی دی.
هغه تر دې وړاندې په دې تړاو له همکارۍ ډډه کوله.
د امریکا سي بي ایس نیوز چینل وايي د ښاغلي بانون وکیل استازو جرګې ته ویلي چې هغه غواړي په دې تړاو د ټاکلې استماعیه کمیټې ناسته کې برخه واخلي.
له دې سره د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د ښاغلي بانون شاهدي به د امریکایانو په ګټه وي.
د کانګرس دا کمیټه له نږدې یوه کال راهیسې په دې تړاو څېړنې کوي چې د ټرمپ پلویان څرنګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶مه په کانګرس ودانۍ ور وختل.
دا پېښه داسې مهال شوې وه چې کانګرس کې د اوسني ولسمشر جو بایډن د بریا د تائید ناسته روانه وه.
له سټیف بانون وړاندې څو ځله غوښتل شوي وو چې د دې پېښې په اړه خپل مالومات دې کمیټې سره شریک کړي، خو هغه له همکارۍ انکار کاوه.
ښاغلي بانون ویل چې د سپینې ماڼۍ د ګڼو د نورو پخوانیو چارواکو په څېر اجرائیې مصئونیت لري.
خو دا کمیټه بیا وايي له دې کبله چې ښاغلی بانون پر کانګرس د چپاو پر مهال د ټرمپ سلاکار نه و، نو دغه مصئونیت پرې نه پلی کېږي.
که ښاغلی بانون د څېړنې شاهدۍ کې برخه واخلي، نو دا د ټرمپ د داخلي کړۍ او د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې د نوموړي د پلویانو د اعتراضونو په اړه نوي ابعاد رابرسېره کولی شي.
د استازو جرګې څېړونکي کمېټه وايي سټیف بانون د هغو پرمختګونو په تړاو مشخص مالومات لري چې پایله کې یې د جنورۍ د شپږمې پېښه رامخ ته شوه.
ډونلډ ټرمپ چې د دې استماعیه کمیټې له څېړونو ستړی شوی، د ښاغلي بانون د شاهدۍ ملاتړ کړی.
رپوټونه وايي تر اوسه د ښاغلي بانون د شاهدۍ پر شرایطو هوکړه نه دی شوې.
د هغه وکیل رابرټ کاسټیلو ویلي نوموړی غواړي چې پرانیستې استماعیه ناسته کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې د چې تر اوسه په دې تړاو د شاهدۍ ټوله پروسه لومړی د پردې تر شا له مرکو پیل شوی.
د دې کمیټې یوې دیموکراتې غړې زو لوفګرېن هم سي این این تلویزیون ته ویلي "موږ غواړو چې ټولې پوښتنې مو ځواب شي، او دا کار په ژوندۍ بڼه خپرېدونکي چوکاټ کې ممکن نه دی."
ټاکلې سټیف بانون د روانې جولای میاشتې پر ۱۸مه کانګرس ته د سپکاوي د دوو جنايي تورونو په قضیه کې محکمې ته حاضر شي.
پر هغه دا تورونه له دې کبله لګېدلي چې محکمې ته یې د شاهدۍ او سنادو سپارلو له غوښتنو انکار کړی.