د اسټرالیا سیډني کې سیلابونه؛ لسګونه زره کسانو ته د وتلو امر شوی

د عکس سرچینه، EPA
د اسټرالیا تر ټولو ستر ښار سیډني کې د موسمي ورښتونو پایله کې راوتلو سیلابونو یو کس وژلی او زرګونو نورو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو ووځي.
ډېرو سیمو کې سړکونه اوبو لاندې کړي او د تګ راتګ لارې تړل شوې.
له دې سره د نورو ورښتونو او سیلابونو خبرداری هم ورکړ شوی.
د نیو ساوت وېلز ایالت د بېړنیو خدماتو وزیرې ستېفني کوک ویلي "دا ژوند ګواښوونکی بېړنی حالت دی. ناڅاپي سیلابونه، د سیندونو طغیان او ساحلي تخریب - موږ دمګړۍ بېلابېلو جبهو کې له خطرونو سره مخ یو."
تېره مارچ میاشت کې هم اسټرالیا او تر ډېره په همدغه نیو ساوت ویلز کې سختو سیلابونو ۲۰ کسان وژلي وو.
اغلې سټېفني دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې د اسټرالیا د هواپوهنې بیرو ویلي ځینو سیمو کې ۳۵۰ میلي متره ورښت شوی چې د نېپین سیند په اوږدو کې یې د سیلابونو خطر پېښ کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د شپې له مخې د سیډني له ستر بنده هم د اوبو وتل پیل شوي و، چې دې هم چارواکي اندېښمن کړي.
د نیو ساوت ویلز د بېړنیو خدماتو وزیره وایي دا "په چټکۍ بدلېدونکی وضعیت" دی او که امر کېږي نو خلک باید "سملاسي وتلو ته چمتو واوسي."
د نوموړې په وینا د بېړنیو خدماتو کارکوونکو یوازې تېر ۲۴ ساعته ۸۳ مواردو کې له سیلابونو د خلکو ژغورلو عملیات ترسره کړي.
اغلې کوک وايي دا ښکاروي چې خلک د دوی لخوا د سیلابونو په تړاو د ورځې څو ځله خپرېدونکو سپارښتنو ته غوږ نه ږدي او عمل نه پرې کوي.
هغې یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې اوسمهال دې له اړتیا پرته له سفرونو ډډه وکړي.
دا غوښتنه تر هغې وروسته شوې چې د سیډني د لوېدیځ پاراماتا سیند کې یو سړی له کایاک (کوچنۍ سپورتي بېړۍ) تر لوېدو وروسته مړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
متخصصان وايي د اقلیم بدلون او د لانینا اب هوا ښکارندې سیلابونه لا پسې سخت کړي.
لانینا ښکارنده داسې مهال پېښېږی چې چټک بادونه د ارام سمندر د سطحې تودې اوبه له سویلي امریکا د اندونیزیا خوا ته یوسي.
د دې پر ځای سړې اوبه د سمندر سطحې ته راخېژي.
لانینا اسټرالیا کې د ورښت، بوړبوړکۍ او د ورځې له مخې د هوا سړېدو احتمال او پېښې ډېروي.





















