د بونېر پير بابا کې د سکانو ژوند
د خپرېدو وخت
د بونېر په پير بابا کې ډېر شمېر سکان هم ژوند کوي. کله چې بونېر د سوات برخه و، او سوات په خپله يو خپلواک رياست و، په پير بابا کې يې سکانو يو لوی بازار درلود.
د سيمې خلک لا هم په دې بازار کې له سکانو سره امانتونه ږدي، او له پلرونو ورپاتې خپل دا دود یې ساتلی دی.
سنسېنګ کومار د بونېر په پير بابا کې پلورنځی لري. بي بي سي ته يې د خپل ژوند کيسه کړې ده.