تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: تر ټولو غوره لار سیاسي ښکېلتیا ده
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي په افغانستان کې تر ټولو غوره لار سیاسي ښکېلتیا ده. هغې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه په خپله وروستۍ وینا کې له افغان مېرمنو او نجونو د کار او زدکړې حق تروړلو ته په اشارې سره ویلي، زړه یې په دې ډېر درد کوي چې خپلې افغان خویندې په اوسني حالت کې پرېږدي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه دیبورا لاینز له دوه کلن ماموریت وروسته له افغانستان سره مخه ښه وکړه.
په همدې مناسبت مېرمن لاینز یوه اوږد بیان کې ویلي د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما دې پایلې ته ورسېده چې ''د ښځو د حقونو، د رسنیو دازادۍ او د ټولشموله سیاسي استازیتوب په تړاو د طالبانو له سخت دریځه کړنلارو سره سره د پرمختګ یوازینۍ لار سیاسي ښکېلتیا ده. ''
خو هغې ټېنګار کړی چې د ستونزو هوارولو لپاره داسې ښکېلتیا اړینه ده چې ''واکمنو چارواکو ته وښيي چې یوداسې نظام چې ښځې، لږکي او په کار پوه کسان په کې نه وي ، دوام نه شي کولای ''. خو دا وايي په ''عین وخت کې ممکنه ده چې یو داسې سیاست رامنځته شي چې هم ټول ګډونه او هم اسلامي وي. ''
مېرمن لاینز د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته وضعیت په اړه ویلي ملګرو ملتونه د ''اخلاقي مسؤولیت '' له مخې افغانستان کې پاتې شول. د پاتې کېدو بل دلیل د دې په وینا اړو خلکو ته د بشري مرستو رسول و او بل دا چې د دې په وینا افغانستان نړیوالې ټولنې ته ''مهم دی او هېرولی یې نه شي. ''
نوموړې ویلي چې د دندې د پيل پرمهال یې فکر نه کاوه چې افغانستان به داسې یوه وضعیت کې پرېږدي لکه اوس چې دی.
د ښځو د کار او د نجونو د زدکړو په اړه مېرمن لاینز ویلي د هغو ملیونونو افغان نجونو له امله یې زړه ډېر درد کړی چې ''د زدکړې له حقه بې برخې شوې '' او هغو مېرمنو له امله یې هم زړه ځورېدلی چې د کار وړتیا لري، خو په کور ناستې دي. دې ویلي : ''پرنیمایي نفوس محدودیت وضع شوی او په دغه کار کې ددوی د ګډون مخه نیول شوې. ''
له افغانستانه د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستازولۍ تلونکې مشره وايي، ملګري ملتونه به افغانستان کې پاتې وي چې له نږدې وضعیت وڅاري او د طالبانو له چارسمبالې ادارې سره د افغانانو او نړیوالې ټولنې د اړیکو لپاره د یوه باور وړ لوري رول ولوبوي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور به د آغلی لاینز په وینا داسې سمبول وي چې وښيي نړۍ به بیا افغانستان هېر نه کړي.
افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له بنسټ اېښودونکی هېوادونو دی. په تېرو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو بېلابیلو برخو په سیاسي، پراختیايي او بشري مرستو رسونه کې لوی رول لوبولی، خو ځینې نور بیا په تېرو څو لسیزو کې د ملګرو ملتونو پر رول نیوکې کوي. د دوی له نظره ملګري ملتونه و نه توانیدل چې د افغان سولې بهیر کې د پاموړ ونډه ولري.
خو مېرمن لاینز وايي ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې د دوحې د سولې بهیر بریالی او جمهوري نظام پاتې شي. د دې موخې لپاره نړیوالې مرستې هم ترلاسه شوې. هغې ویلي ملګرو ملتونو هڅه کوله لنډمهال حکومت رامنځته شي چې طالبان هم په کې برخه ولري، خو داسې و نه شول.