ژوند لپاره لاریون؛ امریکا کې لسګونه زره کسانو د وسلو قانون سختېدو غوښتنه وکړه

د خپرېدو وخت

د امریکا لروبر لسګونه زره کسان دغه هېواد کې د وسلو قوانینو سختېدو له غوښتنې سره واټونو ته راوتلي دي.‌

دا لاریونونه امریکا کې د ډزو له دوو خونړیو پېښو وروسته شوې .

بېلابېلو ښارونو کې راوتلو خلکو د "موږ له وېشتل کېدو خلاصون غواړو" په څېر شعارونه ورکول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دغو غوښتنو په ملاتړ کې پر کانګرس غږ کړی چې د وسلو د خوندي کارېدو په تړوا وړاندې شوې لایحه تصویب کړي.

د وسلو قانون کې د سمون هڅې د امریکا کانګرس د جمهویپالو غړو لخوا له خنډ سره مخامخېدای شي.‌

د تېرې مې میاشتې پر ۲۴مه د ټکزاس یوه لومړني ښوونځي کې په وسله وال برید کې ۱۹ ماشومان او دوه لویان ووژل شول.‌

تر هغې څو ورځې وړاندې د نیویارک بفلو ښار کې لس کسان په ډزو وژل شوي وو.

‌له دغو مرګونو پېښو وروسته امریکا کې یو ځل بیا د وسلو قانون د سختېدو غوښتنې ډېرې شوې.‌

"زموږ ژوند لپاره لاریون" ډله چې په ۲۰۱۸ کال د فلورېډا پارکلنډ ښوونځي ډزو کې ژغورل شویو کسانو جوړه کړې، وايي د واشنګټن ډي سي، نیو یارک، لاس انجلس او شیکاګو په ګډون د بېلابېلو ایالتونو مختلفو ښارونو کې شاوخوا ۴۵۰ ځایه لاریونونه کېږي.‌

د دې ډلې غړو ویلي، اجازه نه ورکوي‌ چې خلک به همداسې وژل کېږي او سیاستوال به کوښې سیل ته ناست وي.‌

دوی وايي امریکایان د سیاستوالو له ناغېړۍ مري.

‌په دې وروستیو کې د امریکا سنا کې د دواړو ګوندونو یوې ګډې ډلې ویلي چې پر وسلو د کنټرول سختېدو لپاره به کار کوي،‌ خو تر اوسه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

روانه اوونۍ د امریکا استازو جرګې د وسلو د پلور د څرنګوالي اصولو ته رایه ورکړه.‌

خو دغه ګام سره سنا کې د جمهوریپالو مخالفت ته په کتو دا چانس کم ښکاري چې دا لایحه دې په قانون بدله شي.