پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د جومات مخ ته چاودنې مرګژوبله اړولې

د خپرېدو وخت

د افغانستان سویل ختیځ کې د پکتیا ولایت چارواکو ویلي چې د دغه ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۲۳ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

رپوټونه وايي دا چاودنه د ډنډ پټان ولسوالۍ د خروټو په نوم کلي کې د یوه جومات مخ ته شوې ده.

پژواک خبري اژانس د سیمې د یوه اوسېدونکي مدین خان له خولې لیکلي: "چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د خروټو په کلي کې خلک د جمعې له لمانځه څخه د راوتلو په حال کې وو."

پژواک لیکلي د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ریيس خالقيار احمدزي هم د دې چاودنې پخلی کړی.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړې چې د ځینو ټپيانو وضعیت ښه نه دی.

د طالبانو د حکومت امنیتي ادارو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم تر اوسه چا مسوولیت منلی.

د یادونې وړ ده چې نن تر ډېورنډ کرښې هاخوا د پېښور د قصه خوانۍ سیمې یوه جومات کې هم د جمعې لمانځه پر مهال مرګونې چاودنه شوې وه.

د پېښور چاودنه د شعیه مذهبو یوه جومات کې شوې او ۵۶ کسان پکې وژل شوي وو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا دواړه چاودنې بشري ضد جنایتونه او "د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل" بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښور چاودنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې "په ملکي خلکو او عبادت کوونکو برید هېڅ توجیه نه لري".