خيبرپښتونخوا کې د روغتيايي خدمتونو حالت

د ویډیو تشریح، خيبرپښتونخوا کې د روغتيايي خدمتونو حالت
د خپرېدو وخت

په خيبر پښتونخوا کې خلک شکايت لري چې د دارودرمل بيې لوړې شوې او لويو روغتونونو کې تکړه ډاکټران له کارونو لاس په سر شوي دي.

خلک پړه پر واکمن تحريک انصاف ګوند اچوي چې له تېرو اتو کلونو پر خيبر پښتونخوا صوبې واکمن دی.

خو چارواکي وايي روغتيا برخه کې دوى پام وړ کارونه کړي او د چارو سمون لپاره یې ځينې ګامونه هم اخيستي دي.

پېښور کې رحمان الله د روغتيا له صوبايي وزير سليم جګړه سره په همدې اړه خبرې کړې دي.