کوټه کې د ډاکترانو احتجاج مخنیوی؛ پولیسو په تېروتنه د دولتي افسر ګرېوان ته لاس واچاوه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي کوټه
- د خپرېدو وخت
د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د ډاکترانو اعتصاب او لاریون کې هغه مهال د ناسم پوهاوي له کبله د اړودوړ وضعیت رامنځته شو، چې پولیسو له احتجاجي ډاکترانو سره سره د خپل یوه افسر نیولو هڅه وکړه.
په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې پولیس د حساسې سیمې پر لور د ډاکترانو لاریون مخنیوي لپاره پر هغوی د کوتکو ګوزارونه کوي، او بل لور د کویټه سټي سیمې نوي پولیس مرستیال کمشنر محمد علي دراني ساتونکي خپل افسر د پولیسو له هغې ډلګۍ ژغوري چې د زندانیانو لېږدولو ګاډي ته یې راکاږي.
پولیسو دې اړودوړ کې ۲۴ ډاکتران او روغتیاپالان نیولي دي.
نژدې یوه نیمه میاشت کېږي چې سیمه ییز ډاکتران او روغتیاپالان احتجاج کوي او تېره ورځ 'جنوري ۱۲ ' یې د بلوچستان اعلی وزیر دفتر مخې ته د پرلت اعلان کړی و.
پولیسو لومړی د کوټې په ملکي روغتون کې دننه د ډاکترانو لاریون مخنیوي هڅه وکړه، خو ډاکتران له دې ځایه ووتل او انسکمب روډ سیمه کې یې پولیسو بیا د مخنیوي هڅه وکړه.
هلته پولیس او لاریونیان لاس او ګرېوان شول، پولیسو پر ډاکترانو د کوتکو ګوزارونه کول او په همدې کې یې پر خپل یوه افسر د ډاکتر ګومان وکړ او د نیولو هڅه یې وکړه.

د عکس سرچینه، Courtesy YDA Balochistan
په ویډیو کې د مرستیال کمشنر ساتونکو غږ اورېدل کېږي، چې پولیسو ته وايي: ''دا صاحب دی، دا صاحب دی. ''
ښاغلی درانی څو ورځې مخکې د کوټې مرستیال کمشنر ټاکل شوی او داسې باور کېږي چې پولیس سرتېرو یې په پېژندګلوۍ کې تېروتنه کړې.
د بلوچستان ځوانو ډاکترانو ټولنه وايي، دوی حکومت ته ۲۴ غوښتنې وړاندې کړې، چې د نه منل کېدو له کبله یې منلو احتجاج کوي.
د ډاکترانو ټولنې مشر یاسر اڅکزی وايي، چارواکي دولتي روغتونونو ته توجه نه کوي، چې له کبله دې روغتونونو کې د درملنې امکانات په نشت حساب دي او دوی له همدې کبله احتجاج کوي.
بل لور بلوچستان چارواکي وايي، په حساسه سیمه 'ریډ زون ' کې د ډاکترانو احتجاج مناسبه چاره نه ده.
د بلوچستان روغتیا وزیر سید احسان شاه په چاغي سیمه کې یوې خبرې غونډې ته وویل، له ډاکترانو سره جدي خبرې روانې دي، پرون یې هم یوه ناسته په پلان کې وه، خو په خبره یې په ''حساسه سیمه کې احتجاج کول مناسبه چاره نه ده. ''
ښاغلی شاه وايي، د ډاکترانو ټولې غوښتنې منل شوې، خو د معاشونو پر زیاتولو هوکړه نه ده شوې.


















