تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تایوان کړکېچ؛ چین وايي، امریکا له اور سره لوبې کوي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جین پینګ ته ویلي، متحده ایالتونه په تایوان کې د اوسني وضعیت بدلون او سولې او ثبات ننګولو 'یو اړخیزو هڅو ' سره مخالفت کوي.
دا څرګندونې د دواړو مشرانو په لومړنۍ انلاین لیدنه کې شوې دي.
د سپینې ماڼې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د درې ساعته لیدنې په ترڅ کې دواړه مشران د افغانستان، ایران او شمالي کوریا پر موضوعاتو هم غږېدلي دي.
د ښاغلي بایډن او ښاغلي شي په لیدنه کې د شینجیانګ او او په هانګ کانګ کې د چین فعالیتونو ناندریزو موضوعاتو په هکله هم خبرې شوې دي.
واک ته د ښاغلي بایډن له رسېدو وروسته دا د دواړو مشرانو تر منځ لومړی ځل خورا مهمې خبرې بلل کېږي.
په ورته مهال د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د چین دولتي رسنیو له قوله ویل شوي، ښاغلي شي په دې لیدنه کې خبرداری ورکړی چې د تایوان خپلواکۍ موضوع کې د امریکا مرسته ''له اور سره د لوبې '' په مانا ده او په وینا یې ''هغه سوځي چې له اور سره لوبې کوي. ''
بل لور سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن ''ټینګار کړی چې امریکا د (یو موټی چین) پالیسۍ ته ژمنه ده. (دا) په سختۍ سره د هغو هڅو مخالفت کوي چې په یواړخیز ډول د تایوان تنګي په لر او بر کې د اوسني وضعیت بدلون او سولې او ثبات ننګولو لپاره کېږي ''.
د متحد چین له مخې امریکا د تایوان ټاپو پر ځای چین په رسمیت پېژني او اړیکي ورسره لري.
چین تایوان ته د خپل یوه داسې بېل شوي ایالت په نظر ګوري چې یوه ورځ به بېرته له مرکزي چین سره یو ځای کېږي.
امریکا له دې سره سره د تایوان اړیکو اکټ له مخې د بهرني برید په صورت کې له تایوان سره له ځانه د دفاع برخه کې مرستې ته ژمنه ده.
تېره میاشت ښاغلي بایډن وویل، که چین پر تایوان برید وکړي، واشنګټن به له ځانه د دفاع برخه کې د تایوان ټاپو مرسته وکړي.
د نوموړې دا څرګندونې د واشنګټن له اوږد مهاله 'ستراتیژیک ګونګ حالت ' پالیسۍ د اوښتون په مانا وبلل شول، چې داسې باور کېده له مخې یې واشنګټن په لوی لاس نه غوښتل په داسې صورت کې د خپل غبرګون څرنګوالی وښيي.