تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني چارواکي وايي، د چمن له لارې ورتلونکي کسان له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې تلو ته نه پرېږدي
د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښارګوټي کې ځايي چارواکي وايي، هغو افغانانو ته به له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي چې له افغان 'تذکرې ' سره دغه هېواد ته ورځي.
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه چمن کې ځايي ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخېل وايي، هغه افغانان چې پر ډېورنډ کرښه د (باب) دوستي له لارې پاکستان ته رسېږي، له چمن او کلا عبدالله سیمو به د مخکې تلو اجازه نه لري.
نوموړی وايي، دې لړ کې په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول ترلاسه کولو مخکې له افغان چارواکو سره هوکړه شوې وه، چې تذکره لرونکي افغانانو ته به پاکستان کې له چمن او کلا عبدالله مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي مخکینیو افغان چارواکو ورسره منلې وه، چې یوازې هغه کسان به تر چمن او کلا عبدالله پورې د سفر اجازه ولري چې د افغانستان سپین بولدک ولسوالۍ تذکره ولري او د افغانستان نورو سیمو خلک دا حق نه لري.
ښاغلی مندوخېل زیاتوي اوس هم همدا پرېکړه عملي کېږي او که څوک سرغړوونه وکړي، د چمن او کوټې تر منځ امنیتي پوستو کې به ونیول شي او بېرته به افغانستان ته واستول شي.
کراچۍ کې د دوه زره کسانو موقت اوسېدو لپاره چمتوالی
بل لور ته د پاکستان کراچۍ ښار کې ځايي چارواکي وايي، د هغو نژدې دوه زره کسانو لپاره د موقت اوسېدو چمتوالی کوي چې یوه یا دوو ورځو کې به له کابله دغه ښار ته ورسېږي.
د کراچۍ ښار کمشنر ځايي چارواکو ته په یوه لیک کې ویلي، د دغه ښار جناح نړیوال هوايي ډګر ته نژدې باید په بېړنیزه توګه د دې کسانو اوسېدو، ټرانسپورټ او امنیت چاره وشي، چې له هوايي لارې به له افغانستانه راځي او نورو هېوادونو ته له تلو مخکې به په موقت ډول دلته اوسي.
په لیک کې ویل شوي، د دې کسانو مېشت کولو لپاره هوايي ډګر ته نژدې درې هوټلونه ټاکل شوي دي.