زلمی خلیلزاد او انتوني بلېنکن افغانستان کې پر روان وضعیت او راتلونکو ګامونو غږېدلي

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو نوي‌ وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

ښاغلي بلېنکن پنجشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له زلمي خلیلزاد سره یې افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي.

زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړل. نوموړی وایي:

"موږ په شرایطو پورې تړلې خپلې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې، داسې یوه ستراتیژي چې افغانستان ته سوله راولي، وګړو ته یې د باثباته راتلونکي تضمین وکړي، هو هېچا ته اجازه ورنکړي چې له افغانستانه امریکا ته او یا هم متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړي ".

یاده دې وي چې زلمی خلیلزاد د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ واکمنۍ پر مهال د افغان سولې چارو لپاره د ځانګړی استازي په توګه ګومارل شوی و.

خو د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلېنکن څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په نوې اداره کې به هم زلمی خلیلزاد د اوس لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوي.‌

دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد د ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه له یوه جګپوړي امریکایي چارواکي سره لیدنه کوي.‌

له نوموړي تمه کېږي چې د افغان سولې درېدلي بهیر د بیا پیلولو لپاره یو ځل بیا خپلې هلې ځلې پیل کړي.

یاده دې وي چې د ولسمشر جو بایډن ادارې اعلان کړی چې له طالبانو سره د امریکا خپلمنځي تړون ته به له سره کتنه کوي، او غواړي‌ پوه شي چې په دې تړون کې څه راغلي دي.

ولسمشر بایډن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه غږېږي

‌په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن به پنجشنبه ماسخوتن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه لومړنۍ وینا کوي.‌

تمه کېږي چې نوموړی به د افغانستان پر وضعیت او دې هېواد کې د امریکا پر راتلونکو ګامونو او ستراتیژۍ هم خبرې وکړې.

د ښاغلي‌ بایډن له دې وینا یوازې یوه ورځ وړاندې امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه دې وځنډول شي او دا چاره دې د طالبانو له خوا د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو عملي کولو سره وتړل شي.

افغان حکومت افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا کانګرس لپاره چمتو شوي دې ځانګړي رپوټ هرکلی کړی.

خو طالبانو د دې رپوټ مخالفت کړی او وایي، د دوحې تړون ماتول به بدې پایلې ولري او مسئولیت به یې د هغه چا پر غاړه وي‌چې له دې هوکړې په شا کېږي.‌

په دوحه کې د افغانستان اسلامي‌ جمهوریت او طالبانو د مرکچي‌ پلاو ترمنځ د سولې خبرې له څو اوونیو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

افغان حکومت تور لګوي چې د دولت پلاوی په دوحه کې د خبرو لپاره موجود دی،‌ خو د طالبانو مرکچیان د بهرنیو هېوادونو په سفرونو بوخت دي.‌

له دې سره سم په دې وروستیو کې دسیاسي ډلو ترمنځ د لنډمهالي حکومت بحث تود شوی او ځینې کسان او ډلې یې په یوه ډول ملاتړ کوي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي.