تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار: لومړی ځل د بایسکل سپرو لپاره لار ځانګړې شوې
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
- د خپرېدو وخت
د کندهار ښاروالۍ په لومړي ځل د دغه ښار پر یوه تازه جوړ شوي سړک د بایسکل چلوونکو لپاره بېله لاره جوړه کړې او د پوهاوي نښې یې پرې انځور کړې دي.
تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ هم د کابل ښار پر ځينو واټونو د بایسکل چلوونکو لپاره لارې بېلې کړې وې.
د کندهار ښار لوېدیځه څنډې اوومه ناحیه سیمه کې د درې کیلومتره په اوږدو نوي جوړ شوي سړک د سیمې بڼه بدله کړې ده.
دغه سړک د نړیوال بانک د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی، چې د لومړي ځل لپاره د بایسکل چلوونکو لپاره هم لار پکې په نښه شوې ده.
د دغه تازه جوړ شوي سړک په اوږدو کې لسګونه ترافیکي نښې لګول شوې او په سپین رنګ د بایسکل تصویر انځور شوی چې بایسکل چلوونکو ته ښيي باید د سړک کومه برخه کې تګ راتګ وکړي.
د بایسکل چلوونکو لپاره پر عمومي واټونو بېله شوې لارې ښایي په افغانستان کې ګڼو خلکو ته نوی کار وي او ډېر شمېر خلک ورسره ناشنا وي.
په افغانستان کې د کابل په ګډون کې په ګڼو ولایتونو کې ډېر شمېر افغانان د ورځني تګ راتګ لپاره بایسکل کاروي.
دا چې تازه په کندهار او کابل کې پر یو شمېر نويو جوړشویو واټونو باندې د بایسکل چلووونکو لپاره لارې ځانګړي شوې دي، د ګڼو کسانو د هرکلي لامل شوې دي.