تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانانو خپلمنځي خبرې؛ ایران یې د بریالیتوب لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره د سې شنبې په ورځ ټلیفوني خبرې وکړې.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې جواد ظریف د بین الافغاني خبرو د پیلېدو ملاتړ وکړ او په وینا یې هیواد به یې د بین الافغاني خبرو د بریاليتوب په برخه کې خپله ټوله هڅه کوي.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته لیږلې ده، پکې ویلي شوې، په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو له طالبانو د بېړني اوربند غوښتنه وکړه او د تاوتریخوالي پر کمېدو یې ټنیګار وکړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه کې هم د دې خبرو په هکله خبر خپور شوی او لیکل شوي دي:
"جواد ظریف د افغانانو خپلمنځي خبرو پر پیلېدو خوښي وښوده او دې بهیر کې د اسلامي ایران په هر ډول همکارۍ ټینګار وکړ. "
تېره شنبه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پرانېستغونډ جوړه شوې وه، چې کابو د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضوري یا انلاین ډول پکې برخه اخیستې وه خو د افغانستان په ګاونډ کې پروت ایران نه د بهرنیو چارو وزیر او نه یې هم کوم بل استازي پکې ګډون کړی و.
د دې خبرو په دویمه ورځ د دواړو لورو ترمنځ تماس ډله جوړه شوه او پرون دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو منلې ده چې د دې ډلې او د افغان دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ د سې شنبې په ورځ عمومي مخامخ غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د دواړو پلاو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او د خبرو پر مهال یې د زغم سپارښتنه کړې ده.