میلیونونه زده کوونکي بېرته ښوونځيو ته روان شول

د خپرېدو وخت

په انګلستان کې میلیونونه ماشومان د کورونا وبا له کبله تر بې ساري ټولبندیز وروسته بېرته خپلو ښوونځيو ته ځي.

خو اوس به ښوونځي تر پخوا بل ډول برېښي. زده کوونکي به تر یوه بل لرې اوسي، ښوونځي ته به د پخوا په څېر په ډله کې نشي تللی او د درسونو تر منځ به یې دمه ډېره وي.

شاګردان به وپوهول شي چې څنګه له نویو لارو چارو سره ځان بلد کړي، لکه څنګه په یوه وړه ډله کې ځان وساتي او ټولنیز واټن ته پام وکړي.

ښوونکي به دوی څاري چې له یوه او بله په فاصله کې و اوسي.

د برتانیا د پوهنې وزیر ګاوېن ويليمسن شپږ میاشتې پخوا ښوونځي وتړل خو موده وروسته بېرته د ځينو لپاره پرانیستل شول او یو شمېر نورو ته بیا وویل شول چې له کوره په درسونو کې ګډون وکړي. که څه هم څنګه چې په حضوري ډول ښوونکی له یوه شاګرد سره مرسته کولی شي په غیرحضوري ډول هغسې نشي کېدلی.

لا روښانه نه ده چې څومره مېندې او پلرونه به دې ته زړه ښه کړي چې اوس خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي خو د انګلستان په ښوونځيو کې حاضري یا سوبتیا اړینه ده.

'ځينې کورنۍ ماشومان ښوونځي ته نه لېږي'

د ځینو نظرپوښتنو له مخې یو شمېر کورنۍ غواړي چې بچیان يې ښوونځي ته لاړ شي خو د ځینو نورو بیا لا خوښه نه ده.

په سکاټلېنډ کې څو اوونۍ مخکې ښوونځي بیا پرانیستل شوي دي خو د رسمي شمېرو له مخې هلته په هرو لسو زده کوونکو کې يې یو تن ناسوب یا غیرحاضر دی.

په شمالي ایرلېنډ کې وارله مخې شاګردانو ښوونځي ته تګ پېل کړی خو په وېلېس کې به د دې اوونۍ په وروستیو کې ښوونځي شروع شي.

په همدې حال کې د انګلستان د ښوونځيو وزیر نېک ګېب د ماشومانو له مېندو او پلرونو غوښتي چې خپل واړه ښوونځيو ته ولېږي او په خبره يې، له دوی سره مرسته وکړي چې ماشومان يې پاتې شویو درسونو پسې ورسوي.

هغه ویلي، "ښوونځي به د خپلو زده کوونګو او کارکوونکو د خونديتوب ډاډمنولو لپاره خپل ټول وس وکړي".

د برتانیا د پوهنې وزیر ګاوېن ويلیمسن هم ښوونځيو ته د ماشومانو بېرته ستنېدل یو "ستر ګام" بللی دی.

د منځنيو ښوونځيو پر زده کوونکو به هم ښوونکي پام کوي چې په ډلو يې وويشي او تر منځ يې واټن یا فاصله و اوسي.

د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د وضع شویو مقررو له مخې به په ښوونځیو کې د ماشومانو ډېر ګرځېدل راګرځېدل نه وي، په وړو ټولګیو کې به لږ شمېر زده کوونکي درس وايي او د ځانګړو مضمونونو ښوونکي به د درس ورکولو لپاره ورځي.

زده کوونکي همدا راز اړ دي چې د ګڼې ګوڼې ځایونو کې ځانګړي مخ ماسکونه وکاروي. لکه په تمځيو، د ښوونځي بس او د فزيکي زدکړو پر مهال چې له یوه بل سره يې د لګېدو یا نږدې کېدو امکان ډېر وي.

لا هم د زده کوونکو د روغتیا په اړه اندېښنې شته چې ويرویس خپور نه کړي او یا دوی ناروغان نشي. دا اندېښنې هم دي چې ناسوبتیا ته په کتو په داسې یوه وضعیت کې ښوونځیو ته تګ به د شاګردانو پر درسونو او په ټولګیو کې له دوی سره کېدونکی چلند به پر هغوی اغېز وکړي.

همدا راز په ځينو سيمو، په ځانګړي ډول ميډلېنډز او په شمال لويديځ انګلستان کې د کوېډ-۱۹ پېښو د بیا زیاتېدو له کبله وېره شته چې ځينې سيمه‌ييز ښوونځي به لا هم تړلي پاتې شي.

د قوانینو له مخې که چېرې په یوه ښوونځي کې د کورونا ويروس مثبته پېښه وموندل شي نو د سيمې له روغتیايي چارواکو سره په همغږۍ به پرېکړه کېږي چې څومره نور ماشومان بېرته کورونو ته ولېږل شي او قرنطين شي.