ملي امنیت شورا: د پاتې طالب بندیانو له خلاصون مخکې باید افغان کومانډو ځواکونه خوشي شي

    • Author, یوسف ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي - کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان ملي امنیت شورا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاتې طالب بندیانو له خوشي کېدو وړاندې دې طالبان له دوی سره د افغان حکومت بندي کومانډو ځواکونه خوشي کړي.

د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر دا بیان د ځینو لوړ پوړو افغان چارواکو له هغو څرګندونو وروسته راغلی چې ګواګې روانه اونۍ به د سولې خبرې پیل شي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاويد فیصل په یوه ټویټ کې ویلي چې د طالب بندیانو د خلاصون په بهیر کې څه بدلون نه دی راغلی او تر هغې به د طالبانو پاتې ۳۲۰ بندیان خوشي نه شي چې طالبانو د دوی کمانډو ځواکونه نه وي خوشي کړي.

د ښاغلي فیصل په ټویټ کې د دغو کومانډويي ځواکونو شمېر نه دی په ډاګه شوی خو له دې وړاندې له طالبانو سره د بندي کمانډويي ځواکونو شمېر ۲۵ تنه ښودل شوی و.

ځینو حکومتي سرچينو دا هم ویلي چې غواړي ډاډه شي دا بندیان خوشي کېږي او یا هم حکومت ته معلومات ورکړل شي چې دغه کسان لا ژوندي دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړې چې اوس دا د طالبانو کار دی چې په دې اړه ګام پورته کړي څو د سولې خبرو پيلېدو ته لار هواره شي.

طالبانو که څه هم له دوی سره د بندو افغان ځواکونو په اړه څه نه دي ویلي خو ویاند يې ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته په خبرو کې د افغان حکومت دا شرط د سولې خبرو پر وړاندې "نوی خنډ" بللی او ویلي يې دې چې دې ډلې د دوحې د تړون له مخې د حکومت زر تنه بندیان لا له وخته خوشي کړي دي.

افغان حکومت هم د طالبانو څه باندې ۵۲۰۰ بندیان خوشي کړي خو د شاوخوا ۴۰۰ هغو بندیانو د خوشي کولو پر سر د پرېکړې لپاره یې مشورتي لویه جرګه راوغوښته چې دوی يې خطرناک بولي او طالبان ټینګار کوي‌ چې د دغو کسانو تر خوشي کېدو د سولې خبرو پیلولو ته حاضر نه دي.

افغان حکومت هم د مشورتي لویې جرګې له سپارښتنې سره سم له دې ډلې تر اوسه اتیا تنه خوشي کړي‌ خو پاتې کسان لا هم نه دي خوشي‌ شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خبرو له ځنډ سره جګړو هم زور اخیستی او د سولې غوښتنې غږونه هم زیات شوي دي.

په هرات کې د سولې ملي حرکت په نامه خوځښت غړو نن د هرات ولایت ودانۍ مخې ته د اعتراضي خیمې په درولو سره له دولت، طالبانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سولې بهیر چټک کړي.

تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په روانه اونۍ کې د طالب بندیانو د خوشي کیدو خبره کړې وه او د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا په روانه اونۍ کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل خبر ورکړی و، خو اوس داسې ښکاري چې له دې ټینګار سره یو ځل بیا دواړه بهیرونه ځنډیږي.