د افغانستان د پلټنې عالي ادارې د فساد اړوند شاوخوا ۳۰ دوسيې څارنوالۍ ته لېږلې دي

د خپرېدو وخت

د افغانستان د پلټنې یا تفتیش عالي اداره وايي د روان کال له پیل راهیسې یې د فساد اړوند شاوخوا دېرش دوسیې لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.د دې ادارې د مالوماتو له مخې، په دغو دوسیو کې ځیني وزیران، مرستیال وزیران او نور لوړپوړي مامورين شامل دی.

دې ادارې د دغو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

خو مشر یې محمد نعیم حقمل وايي، د دوی دوسيې تر څېړنو وروسته لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

(تقریباً ۲۰ نه ۳۰ پورې دوسې موږ لويې څارنوالۍ ته محول کړې دي او دا د ټيټې سطحې نه تر لوړې سطحې پورې- چې دې کې دولتي مامورین، معین او وزیره پورې شامل دي)

په دې وروستیو کې افغان حکومت د فساد په تور ځینې وزیران، مرستیالان، والیان او یو شمېر لوړپوړه ماموران لويې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

خو په همدې حال کې د افغانستان د پلټنې عالي اداره کې د کادرونو د کمښت خبره کېږي.

دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه کې وویل چې د تفتیش عالي اداره د مسلکي کادرونو له کمښت سره مخ ده. ښاغلي غني امر وکړ چې ژر تر ژره دې دغه ستونزه حل شي.

خو د دې ادارې مشر ښاغلی حقمل وايي، د افغانستان په کچه داسې پوهنتون نشته چې د پلټنې یا تفتیش کادرونه وروزي.

د ده په خبره، 'په ټول افغانستان کې د پلټنې یا تفتیش یوازې ۴۵ کادرونه شته چې له هېواده بهر يې زدکړې کړې دي او له دې ډلې يې شل تنه له دې ادارې سره په کار بوخت دي'.

ښاغلی حمقل وايي، د پلټنې یا څېړنې د کادرونو نیونه وخت نیسي او ښايي یو کال موده واخلي خو دی د دې تر څنګ وايي، هڅه کوي زیات شمېر کادرونه او تجربه لرونکي کسان په دې اداره کې په کار وګوماري.

د افغانستان د پلټنې ادارې د دغه مشر په خبره، د مسلکي کادرونو نشتوالی د فساد اړوند دوسيو په څېړنه کې ستونزې جوړوي او دې چارې يې پر کارونو منفي اغېز کړی دی.

د پلټنې عالي اداره څه کوي؟

د افغانستان د پلټې عالي اداره د نړيوال بانک په پروژو، شرکتونو او دولتي تصدیو کې د فساد اړوند دوسيو پلټنه او څېړنه کوي.

د تفتیش عالي ادارې له ۱۳۸۰ کال راهیسې د فساد اړوند ۳۰۰ قضيې لويې څارنوالۍ ته لېږلې دي. دغه اداره نږدې ۶۵۰ کارکوونکي لري او ۹۹ کاله کېږي چې په بېلا بېلو نومونو فعالیت کوي.

د خلکو له لوري تل دغه شکایتونه شوي دي چې کومې ادارې په افغانستان کې د فساد پر ضد کار کوي لوړپوړي چارواکي نه محاکمه کوي او یا هم نه غواړي چې دغه کار وشي.

خو په وروستیو کلونو کې د درنو جرمونو اړوند قضیو کې ګڼ لوړپوړي چارواکي محاکمه شوي دي.