تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عامه نظم پولیسو مخکینی قومندان زمری پیکان ونیول شو
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بي بي سي ته منلې چې د "عامه نظم پولیسو" مخکینی قومندان زمری پيکان ملي امنیت نیولی دی.
ښاغلي ارین که څه هم نه دي ویلي چې دغه قومندان کله او چېرې ونیول شو خو ویل کېږي، تېره شپه نیول شوی دی.
زمری پیکان له دندې دناوړه ګټه اخېستو او د يوه پولیس افسر په وژنه کې د ښکیلتیا په جرم د درنو جرمونو د محکمې له خوا په اته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوی وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند یوه ویډیو پیغام کې ویلي له لویې څارنوالۍ سره په همغږۍ یې د دغې ادارې ۲۱۰۰ قراردونه په تېرو شپږو میاشتو کې عملي شوي او په دې تړاو ۲۶۰۰ تنه محکومین، تورن کسان او مظنونین نیول شوي دي.
د یادولو ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال (لېندۍ ۲۴) د اداري فساد د مخنيوي په موخه په ارګ کې په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د هغه د ژر تر ژره نيولو امر کړی و.
ښاغلي غني په هغه غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته ویلي وو، "د دغو کسانو نیول امر دی" او په پیل کې باید "له فرصته په ګټې اخیستو عملي شي، موږ دومره زغم نه لرو چې عدلي او قضايي مرکز امر وکړي او پلی نه شي."
ښاغلي غني ویلي وو، زمري پیکان "د عامه نظم یو ټول شموله بنسټ د فساد پر یوه سرچینه اړولی دی".
هماغه مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم منلي وه چې اړوند ادارو ته د ښاغلي پيکان د نیولو امر شوی دی.
د افغانستان د عامه نظم پولیس په ۱۳۸۸ کې رامنځ ته شو چې د جوړېدو هدف یې د سړک غاړې ماینونو او د ځانمرګو بریدونو مخنیوی کول وو.
هماغه مهال د اداري فساد او درنو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي مرکز بي بي سي ته ویلي وو، ښاغلي پيکان ته له "دندې د ناوړه ګټې اخیستنې"، "په ناسم ډول د خپل واک کارولو" او د یوه کس په وژلو کې د "همکارۍ" په جرم محکمې د بند سزا اورولې ده.
دغه بنسټ همدا راز ویلي وو چې د ښاغلي پيکان زوی مختار پيکان د دولتي وسایطو او وسلې پر مټ یو تن وژلى و چې پلار یې هم په دغه وژنه کې مرسته ورسره کړې وه.
د ښاغلي پیکان زوی د سهراب په نامه د يوه کس په وژنه تورن دی چې په شیرپور سیمه کې د امن او عامه نظم پولیسو په یونیفورم سمبال کسانو له خوا په ۱۳۹۵ کې وژل شوی و.
د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۵ په اګست میاشت کې ښاغلى پيکان له دندې لېرې کړ او وروسته د هغه د نیولو امر وشو.