چین کورونا وېروس څرنګه کابو کول غواړي؟

د ویډیو تشریح، چین کورونا وېروس څرنګه کابو کول غواړي؟
د خپرېدو وخت

که څه هم کورونا ويروس لومړی چين کې وموندل شو، خو دغه هېواد د ناورغۍ پېښو له مخې داسې ښکاري چارې کابو کړې وي، او اوس د ۸۵ زره پېښو په لرلو په نړيواله کچه پر ۲۲ ځای دی. د چين حکومت د دې ناروغۍ کابو کولو لپاره د ټليفوني څرک لګونې او څار کامرو په څېر وسيلې وکارولې. نورو هېوادونو هم بيا حل لارو راکتلو کې د ورته ټکنالوژۍ کارولو ته مخه کړه. خو پوښتنه دا ده، چې د چين د څار دا ناندره ييز سيستم څه ډول کار کوي، او په دې کچه د حکومتي مداخلې سپيناوی کېدی شي، که څنګه؟