تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان روغتونونو کې د طبي اکسیجن کمښت؛ محقق هم "د کورونا علایم لري"
- Author, ملائکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي - کابل
- د خپرېدو وخت
افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر په لوړېدو سره د دې هېواد د روغتیا وزارت چارواکو راتلونکو ورځو کې د طبی اکسیجن د کمښت په اړه خبرداری ورکړی. یاد وزارت وايي، ممکن راتلونکو ورځو کې د هېواد په روغتونونو کې طبي اکسیجن ختم شي.
د دې وزارت په وینا، د اکسیجن د تولید د کارخونو له خاوندانو یې غوښتي چې د اکسیجن تولید زیات کړي.
له دې اندېښنو سره هم مهاله د افغانستان ملي پرمختیايي شرکت د کور جوړونې ریاست له لوري د اکسیجن جوړولو د پیل اعلان شوی دی.
د یادې کارخونې لومړنی جوړ شوی اکسیجن، بېړني حالت ته په کتو افغان ـ جاپان روغتون ته چې په کوید ۱۹ ناروغۍ د اخته شوو کسانو درملنه په کې کېږې لېږدول شوی.
د ملي پراختیا شرکت سلاکار مصطفی نوید بي بي سي ته وویل چې د اکسیجن جوړونې کارخونې دویمه برخه به هم ډېر ژر په کار پیل وکړي،د نوموړي په خبره په دې سره به د اکسیجن تولید دوه برابره زیات شي.
افغانستان کې تر دې دمه ۲۱ زره کسان په کورونا اخته شوي دي چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
په ورته وخت کې د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وایي، که څه هم تر اوسه یې معاینه نه ده کړې، خو د کورونا وېروس علایم لري.
دی وايي، مشر زوی او د کورني ځیني نور غړي یې د ناروغۍ په بستر کې دي. ښاغلي محقق بي بي سي ته وویل:
"مشر زوی مې چې د پارلمان وکیل دی هغه هم په همدې ناروغۍ اخته شوی و خو اوس ښه شوی دی. د کورنۍ نور غړي مې هم یو څه ناروغه شوي وو خو اوس په ښه کیدو دي. خپله زما نن شپږمه ورځ ده".
بلخوا د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې دمه تول هېواد کې ۸۱۷ ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي په کورونا ویروس اخته شوي، چې د افغانستان روغتیا وزرات لپاره دا یوه لوړه شمېره ده.
داسې وېره هم شته چې په افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ښایي تر هغه ډېر لوړ وي چې د حکومت لخوا اعلانېږي، ځکه په دې هېواد کې د معایناتو ترسره کولو اسانتیا کمه ده او ګڼ ناروغان نه دي ثبت شوي.
ولې طبي اکسیجن کم شوی؟
د طبي اکسیجن د کمښت ستونزه یوازې په روغتونونو کې نه ده، بلکې د اکسیجن د تولید کارخونې یو تن مسئول عبدالوکیل امید وايي، په نیمه شپه عام خلک ورځي او اکسیجن ورنه غواړي.
دی وايي، اوس یې د اکسیجن تولید دوه برابره زیات کړی او د ورځې تر ۴۰۰ ډبو اکسیجن پلوري.
د ښاغلي عبدالوکیل په خبره یو ۴۳ لیتره ډبه اکسیجن په ۲۸۰ افغانۍ پلوري او په ټول کابل کې شاوخوا ۷ د اکسیجن کارخونې شته.
د روغتیا وزارت چارواکي وايي، یو شمېر کورنیو په کورنو کې د اکسیجن زیرمه کولو ته مخه کړې او له همدې کبله کارخونو او روغتونونو کې کمښت موندل کېږي.