نوي ټیلیفونونه؛ په تیاره کې به کوم یو ښه تصویرونه واخلي؟

د ویډیو تشریح، نوي ټیلیفونونه؛ په تیاره کې به کوم یو ښه تصویرونه واخلي؟
د خپرېدو وخت

اپل، هوواوې او ګوګل درې واړو وېلي چې نوي ټیلیفونونه به يې په تیاره کې ډېر ښه تصویرونه اخلي. دا درې واړه په تیاره کې د عکس اخېستو خپلې ځانګړنې لري.

د بي بي سي د ټکنالوژۍ برخې خبریال کرېس فاکس د اپل ایفون ۱۱ پرو، د هوواوې مېټ ۳۰ پرو او د ګوګل پېکسل څلور ازمویلي او په زړه پورې پایلو ته رسېدلی.