تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ په امن کې تېره شوه
د افغانستان امنیتي بنسټونه وايي د لوی اختر په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د دوی د ځواکونو او طالب جنګیالو ترمنځ هېڅ ډول جګړه نه ده شوې. همدا رنګه په بېلا بېلو ولایتونو کې د بي بي سي خبریالان هم وايي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې د کومې امنیتي پېښې خبر نه دې ترلاسه کړی.
که څه هم په روان اختر کې په افغان جګړه کې د ښکېلو اړخونو له لوري په ښکاره اوربند نه دی اعلان شوی خو له وضعیت داسې ښکاري چې نااعلان شوی اوربند پلی شوی دی.
په کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار، کندز او بدخشان کې د اختر تر شپې پورې د افغان پوځیانو او طالب جنګیالو تر منځ توده جګړه روانه وه.
خو د اختر لومړۍ ورځ په دغو او نورو ولایتونو کې سوله ییزه پیل شوه او د ورځې تر ناوخته کومه امنیتي پېښه نه وه رامنځته شوې.
افغان امنیتي چارواکو بي بي سي ته ویلي د اختر په لومړۍ ورځ نه د دوی ځواکونو پر طالبانو برید کړی او نه هم طالبانو پر دوی وار کړی دی.
د بي بي سي خبریالان هم وايي، په نا امنو سیمو کې یې د جګړي هېڅ ډول خبر نه دی تر لاسه کړی.
په افغانستان کې لویو روغتونونو ته، چې هره ورځ ور ته د جګړې له میدانه مړي او ټپیان ور وړل کېږي، د اختر په لومړۍ ورځ د جګړې قربانیان نه دي ور وړل شوي.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د اختر په شپو او ورځو کې د ښارونو او مهمو سیمو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
په کابل او لویو ښارونو کې د پخوا پرتله د اختر په شپو او ورځو کې ډېر افغان امنیتي ځواکونه تر سترګو کېږي او ځینې مهمې لارې یې د ترافیکو پرمخ تړلې دي.
افغان چارواکو وړاندې ویلي وو چې د اخترپه شپو او ورځو کې به ټول امنیتي ځواکونه په لومړۍ درجه چمتوالي کې وي.
طالبانو که څه هم په ښکاره د اوربند اعلان نه دی کړی خو د دغي ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده په اختریز پیغام کې خپلو جنګيالیو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلي مخنیوي ته ځانګړي پام وکړي.
خو د ولسي وګړو په اړه له دې سپارښتنې سره سره نوموړي بیا هم پر خپلو جنګیالیو غږ کړی و چې له مخالفو ځواکونو سره دې جګړې ته دوام ورکړي.