تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ غوره لیګ: کابل کندهار، بلخ ننګرهار ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې چې په شارجه ښار کې روانې دي، د پنجشنبې پر ورځ دوه لوبې وشوې.
بلخ لوبډلې ننګرهار ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه. خو د کابل ځوانانو او کندهار ترمنځ لوبه ډېره سخته وه او په پای کې کابل لوبډلې یوازې په ۲ منډو دا لوبه وګټله.
ننګرهار د خپلې لوبې پچه وګټله او بلخ ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
بلخ خپلو ۲۰ اورونو کې ۱۴۳ منډې وکړې.
ډوسچاټ ۳۵ او مونرو ۳۳ منډې وکړې.
په ځواب کې د ننګرهار ټوله لوبډله په وروستي اور کې یوازې په ۱۱۸ منډو وسوخېده.
میروس اشرف د بلخ لپاره ۴ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
له دې مخکې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په اتمه لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ کابل ځوانانو کندهار لوبډلې ته په ۲ منډو ماته ورکړه.
د لوبې پچه کندهار وګټله او کابل ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د کابل لوبډلې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۶ وېکټو ۱۷۳ منډې جوړې کړې.
د کابل ځوانانو لپاره اېونز ۵۷، جاوېد احمدي ۳۹ او شاهدالله ۳۳ منډې وکړې. د کندهار لپاره سید شېرزاد ۳ او کریم جنت ۲ وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د کندهار لوبډلې خپله پاڼۍ ښه پيل نه کړه او د سر دوه توپ وهونکي یې په اسانۍ وسوځېدل.
کریم صادق په ۶ منډو او پاول سټرلېنګ په صفر وسوځېد.
که څه هم کپتان اصغر افغان پنځوسیزه پوره کړه او وېسلز هم ۴۶ مندې وکړې، خو د دوی هڅې د بري لپاره کافي نه وې.
په وروستي اور کې د کندهار لوبډلې د بري لپاره ۱۵ منډې پکار وې، خو یوازې ۱۲ منډې یې وکړای شوې.
په دې توګه کابل ځوانانو دا لوبه په ۲ منډو وګټله.
شاهد الله د ۳۳ منډو او ۲ وېکټو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.