د عکسونو البوم: کابل کې د عاشورا ورځې ویر

د خپرېدو وخت

د عاشورا په شپه د کابل په کارته سخي سیمه کې پر ویرجنو د بریدونو له امله چې ۱۶ کسان پکې ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول، نن دغه ورځ د تېرو کلونو په پرتله کمرنګه وه. په ډېرو سیمو کې د ماتم کوونکو پخپله د خپل امنیت نیولو لپاره مټې بډوهلې وې. د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي د کابل ښار وضعیت ته په دغو انځورونو کې کتنه کړې.

عاشورا کابل
د عکس تشریح، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د عاشورا په ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه لږه وه. یو لامل یې پر ویرجنو خلکو د تېرې ورځې بریدونه بلل کېږي.
عاشورا کابل
د عکس تشریح، سلګونو کسانو چې د ماتم څرګندولو لپاره یې تورې جامې اغوستې وې د کابل ښار په سړکونو او کوڅو کې کتارونه جوړ کړي وو.
عاشورا کابل
د عکس تشریح، د امنیتي ځواکونو ترڅنګ خلکو پخپله هم هڅه کوله د ویرکوونکو امنیت تامین کړي.
عاشورا کابل
د عکس تشریح، په یو شمېر سیمو کې ماتم کوونکو د اسلام پیغمبر د لمسي امام حسین روح ته د دعا او ثواب په نیت خلکو ته چای ورکوه.
عاشورا کابل
د عکس تشریح، د عاشورا په ورځ ویر کوونکې کورنۍ پر خلکو یو ډول خواږه خواړه ویشي. دا کار یوازې په شیعه مسلمانانو پورې اړوند نه دی. سني مسلمانان د نذر په ورکولو او روژې نیولو د امام حسین ویر کوي
عاشورا کابل
د عکس تشریح، د عاشورا په درشل کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو په تېره بیا په هغو سیمو کې چې شیعه مسلمانان اوسېږي د ویر سمبولونو په توګه بیرغونه او د محرم د لسمي د قربانیانو خیالي پوست کارتونه خرڅېدل
عاشورا کابل
د عکس تشریح، یو شمېر ویرجن بیا پر خپلو موټرو او نورو نقلیه واسطو بیرغونه لګوي او د عاشورا ځانګړې ترانې او شعرونه غږوي
عاشورا کابل
د عکس تشریح، ځینې کسان خپل ټول موټر پر بیرغونو او انځورونو مزین کوي
عاشورا کابل
د عکس تشریح، ځینې ماتم کوونکي امام حسین سره د غمرشریکۍ په خاطر په خپل مخ او ځان خټې مښي.
عاشورا کابل
د عکس تشریح، تېر کال د کابل کارته سخي په زیارت کې دغه مهال زرګونه کسان راټول شوي و، خو دا ځل د ټېر ماښام د بریدونو له امله دغه زیات د عاشورا له ویرجنو تش دی.