تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلو او حماس جګړه؛ ازاد شويو فلسطينيانو کې يو شمېر ماشومان هم دي
د خپرېدو وخت
د هغو فلسطينيو بندیانو د شمېر پرتله چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند پر مهال خوشي شوي، لا ډېر نور فلسطینیان نيول شوي دي. غزه کې د اسرائيلو يرغملو بدل کې ۲۴۰ فلسطينيان خوشي شول.
د فلسطينيو بنديان ټولنې په وینا همدې موده کې لږترلږه ۲۶۰ فلسطينیان نيول شوي دی. هغه اسرائيلي چارواکي چې بي بي سي ورسره تماس نیولی و، د دوی دغه شمېرې یې نه دي رد کړې.
د بي بي سي عربۍ خبریال مهند توتونجي رام الله سره نژدې د کډوالو له جلزون پنډغالي دا راپور رالېږلی دی.