تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر غزې بريدونه؛ اسرائیلو جګړې ته یو ځل بيا زور ورکړی
د خپرېدو وخت
د اسرائيلو پوځ د غزې جنوب کې د خان يونس ښارګوتي شاوخوا فلسطينيانو ته بيا بيا خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو دې ووځي.
له هغه راهيسې چې لنډمهالی اوربند د جمعې پر ورځ مات شو، اسرائيلو د خلکو ګڼې ګوڼې پر استوګنیزو سيمو بمباريو ته مخه کړې ده.
حماس وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷ سوو ډېر فلسطينين وژل شوي دي. د امريکا دفاع وزير لويډ اسټن وايي اسرائيل دا اخلاقي دنده لري چې ملکي وګړي وساتي.
د بي بي سي خبريال هوګو بچېګا پرې دا راپور راستولی دی.