'خلک پوښتنه کوي، ولې بېرته د جګړې سیمې ته روان یاست؟'

د خپرېدو وخت

له مصر سره پر پوله رفح سیمه کې د فلسطینیانو لسګونه کورنۍ یو ځای شوې دي. دوی تمه کوي، چې غزې ته به ستانه شي. دا به د کړکېچ له پیله وروسته لومړی ځل وي، چې دوی نژدې ۷ اونۍ وروسته کورونو ته ستنېږي. لسګونو فلسطینیانو د بېرته ستنېدونکو په لیستونو کې خپل نومونه لیکلي او د اسنادو تائید ته منتظر دي، چې جګړه ځپلې غزې ته ستانه شي.