تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې د افغان کډوالو کړاو؛ سلګونه يې پوليسو نيولي دي
د خپرېدو وخت
د بشري حقونو ټولنو افغان کډوالو سره د پاکستان چلن غندلی دی. د بښنې نړيوالې ټولنې غوښتي چې پاکستان دې په ډله ييز ډول د کډوالو شړلو تدبير سملاسي ودروي چې په وينا یې د کړکېچ لا نورې ناوړتيا مخنيوی وشي.
کراچۍ کې بيا چې ډېرو افغانانو مخه ورکړې وه، د پوليسو له خوا د نيولو او ځپلو تدبيرونه روان دي.
سلګونه کسان یې نيولي او پنډغالو کې یې غونډ کړي، چې بيا یې افغانستان ته وشړي.
عرفان خټک له کراچۍ حال راکوي.