اسرائيل وايي د کلابندې غزې خلک دې جنوب ته ولاړ شي

د خپرېدو وخت

د اسرائيلو پوځ وايي حماس د غزې شمال کې خپله ولکه بايللې. داسې حال کې چې دې سيمه کې سخته جګړه روانه ده، او غزې ښار کې د لارو کوڅو نښتې روانې دي.

اسرائيلو يو ځل بيا د غزې تړانګې شمال کې ملکيانو لپاره يو دهلېز پرانیستی، چې جنوب لور ولېږدي. يوه وياند ويلي دا لار به شپږ ساعته پرانیستې وي چې د مخکينيو ورځو پرتله لا اوږد وخت دی. پرون د اټکل له مخې ۵۰ زره خلک له شمالي برخو تښتېدلي دي.

د بي بي سي نړيوالو چارو خبريال جېرېمي بوېن، غزې کې دننه له اسرائيليو ځواکونو سره ملګری شوی و. داسې حال کې چې بي بي سي د راپور رسنيزه ولکه ساتلې، هغه برخې يې چې د اسرائيلو پوځ په کې ښکاري، د دغه هېواد پوځ يې سپيانوی کړی دی.

پر همدې مهال غزه کې د جګړې لا سختېدو مخنيوي په اړه ډيپلوماټيکې هلې ځلې روانې دي. سعودي پتېيلې چې راتلونکو ورځو کې د عربو او اسلامي هېوادونو يوې سرمشريزې کوربه شي.